سیمه ییز خبرونه

د چین د زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۹ کسانو ته پورته شو

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۴۰۲)

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ چینايي رسنیو څرګنده کړې، چې د دغه هېواد په شمال لویدیځو سیمو کې د وروستۍ زلزلې له کبله د مړو شمېر ۱۴۹ کسانو ته رسېدلی او دوه نور ورک دي.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې د ورځې پر نيمه شپه د چين په شمال لويديځ کې د ګانسو او چينګهای په دوه ولايتونو کې د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۲ درجې زلزلې رامنځته شوه. له دغې مرګونې زلزلې وروسته له ۱۵۰ زره ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ یا وران شول.

دا زلزله د څو نورو زلزلو لامل هم شوه، چې له سېلابونو او ځمکې ښویېدو څخه برښنا مزو او نورو بېخبناوو ته هم زیانونه اوښتي دي.

د سختې سړې هوا پر څپو د چين زياتره سيمې وځپل شوې. د دغه هېواد په شمال لويديځ کې د تودوخې درجه، چې زلزلې ځپلې؛ د سانتي ګراد منفي ١٦ درجو ته رسيدلې ده او د مرستې او ژغورنې چارې يې سختې له خنډ سره مخ کړې دي.

Trending

Exit mobile version