نړۍ
د چین ولسمشر یو دیکتاتور دی – بایدن
بیجینګ ته په دوه اړخیزو اړیکو کې د ثبات رامنځته کولو لپاره د امریکا د لوړ پوړي دیپلومات انتوني بلینکن له سفر یوه ورځ وروسته، د دې هېواد ولسمشر جو بایدن د سېشنبې پر ورځ خپل چینایي سیال شي جینپینګ یو دیکتاتور وباله.
بایدن دا هم ویلي؛ شي جینپینګ هغه وخت خپل بشپړ شرم پوره احساس کړ، چې د روان کال په پیل کې امریکا د چین جاسوسي بالون ته چاودنه ورکړه.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دا اوس څرګنده نده، چې د چین له ماوتستونګ وروسته د تر ټولو د ځواکمن مشر او د ولسمشرۍ د درې پړاوونو د ګټونکي شي په اړه جو بایدن دا څرګندونې ولې وکړې.
بایدن په کالیفورنیا کې یوه لاریون ته ویلي: شي جینپینګ له هغې وروسته، چې ما پر دوه توغندیو د ده د جاسوسۍ له تجهیزاتو ډک بالون وویشت؛ ډېر خفه شو او نه پوهیده، چې هلته دی.
بایدن زیاته کړې: دا د دیکتاتورانو لپاره لوی شرم دی. کله، چې دوی ونه پوهیږي؛ څه پېښ شوي او بالون یې خپل ټاکلي ځای ته ولې نه ځي، ځکه چاودېدلی دی.
بایدن دا هم ویلي، چې چین رښتینې اقتصادي ستونزې لري.
شي، چې د دوشنبې پر ورځ له بلینکن سره ولیدل؛ په ښکاره یې د بایدن څرګندونو ته ځواب نهدی ورکړی؛ خو دا څرګندونې کولی شي د بالون له پېښې وروسته د دوی د اړیکو ثبات له خطر سره مخ کړي.
چین او امریکا د دوشنبې پر ورځ بېجینګ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په بېساري سفر کې د اړیکو پر ثبات هوکړه وکړه، چې روانه سیالي یې د جګړې لامل نهشي؛ خو د ستر پرمختګ په برخه کې پاتې راغلل.
دوی هوکړه وکړه، چې په راتلونکیو اوونیو او میاشتو کې د امریکایي چارواکو له نورو لیدنو سره دیپلوماتیکې اړیکې روانې وساتل شي.
بایدن د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې چین ته د امریکا د اقلیمي استازي جان کیري سفر به ډېر ژر ترسره شي.
دا په داسې حجال کې ده، چې بایدن د دوشنبې پر ورځ ویلي وه؛ هغه فکر کوي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر سمه لار روانې دي او د بلینکن په سفر کې پرمختګ رامنځته شوی دی.