تازه خبرونه
د چین په اسیایي لوبو کې ۸۴ افغان لوبغاړي ګډون کوي
(Last Updated On: تله ۲, ۱۴۰۲)
د افغانستان اسلامي امارت د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د چین د هانګجو په سږنیو اسیایي لوبو کې د افغانستان ۸۴ ورزشکاران ګډون وکړي.
د دغو لوبو د پرانیستلو مراسم د شنبې پر ورځ ( د تلې لومړۍ ) ترسره شول.
په دغو سیالیو کې د ۴۵ اسیایي هېوادونو ورزشکاران هم ګډون کوي.
د بدني روزنې د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په دې مراسمو کې ۸۴ لوبغاړي او د افغانستان د المپیک ملي کمیتې استازو هم حضور درلود.
د بدني روزنې عمومي ریاست ويلي، افغان لوبغاړي به په ۱۵ بېلابېلو سپورتي څانګو کې سیالي وکړي.