نړۍ

د چین په ختیځ کې د اور لګیدو ۵۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)

چارواکو ویلي، چې د جمعې پر ورځ ( د کب څلورمه) د چین د ختیځ په نانجینګ ښار کې د اور لګیدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

چینایي رسنیو څرګنده کړې؛ د لومړنیو څېړنو له مخې اور د شپې ناوخته د یوې ودانۍ په لومړي پوړ کې ولګید، چې په کې برښنایي بایسکیلونه ځای پر ځای شوي وه.

چارواکو ویلي، چې اور پر سیمه‌ییز وخت د سهار پر ۶ بجو مړ شو؛ خو د ژغورنې او لټون عملیات د ماسپښین تر دوه بجو روان ول.

نانجینګ ښار د شانګهای له ښاره څه نا څه ۲۶۰ کیلو مټره شمال ختیځ لوري ته پروت دی او په کې څه باندې ۸ میلیون وګړي استوګن دي.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښیي، چې له یوې لوړې ودانۍ څخه نیمه شپه لوګي لمبې پورته کیږي او امبلانسونه هم ودانۍ ته نږدې لیدل کیږي.

مسوولانو ویلي؛ په اور کې ۴۴ کسان ټپي دي، چې د درملنې لپاره روغتونونو ته رسول شوي.

په روغتون کې ډاکټرانو ویلي، چې یو ټپي شوي کس ډېر سوځیدلی دی.

د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې هم د بیجینګ په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له کبله ۲۹ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول، چې د دغه هېواد د چارواکو د پراخو نیوکو لامل شو.

ویل کیږي، چې د دې ودانۍ په تلخونه کې پټاکۍ ساتل کېدې او د اورلګېدنې لامل هم د هغو چاودنه ده.

Trending

Exit mobile version