نړۍ
د چین په شمال لویدیځ کې د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۲ درجې زلزلې ۱۱۸ کسان مړه کړل
(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۲)
د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې؛ د دوشنبې پر شپه د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۲ درجې زلزلې د دې هېواد یوه لرې پرته او غرنۍ سیمه ولړزوله، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۱۸ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.
د رویټرز د راپور له مخې چارواکو یو لړ بېړني غبرګونونه پر لاره اچولي؛ خو د ژغورنې کار له صفر څخه په کښته تودوخه کې ننګونکې وې. د چین ډېرې برخې صفري یخني تجربه کوي.
د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې: د ژغورنې هڅې، چې له لمر راختو څو ساعته مخکې پیل شوې وې؛ په دې زلزله کې د ۲۰ کسانو له ورکېدو خبر ورکړ شوی دی.
د چين په لويديځو ولايتونو لکه ګانسو کې زلزلې معمولې دي. د چین په وروستیو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ زلزله د ۲۰۰۸ کال وه، چې سیچوان ایالت یې لړزولی و. دا زلزله د رښتر پر کچه ۸ درجې وه او شاوخوا ۷۰ زره کسان یې مړه کړل.