نړۍ

د چین یوه جاسوسي بالون د امریکا پوځي معلومات راټول کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۵, ۱۴۰۲)

د امریکا د ان بي سي خبري سرچینې  د دوشنبې پر ورځ ( د وري ۱۴) په ډاګه کړه، چې د امریکا له هڅو سره سره د چین جاسوسي بالون بریالی شو، چې د څو پوځي سیمو په اړه معلومات راټول او بیجینګ ته ولېږدوي.

ان بي سي د امریکا د دوه اوسنیو لوړ پوړیو چارواکو او د یوه پخواني لوړ پوړي دولتي چارواکي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړه، چې د بیجینګ دغه بالون د فبرورۍ پر څلورمه د امریکا د پوځ لخوا له ویشتل کېدو مخکې څو ځله په ځینو سیمو کې الوتنه کړې وه.

دغې سرچینې د یادو درې چارواکو د تائید له مخې څرګنده کړې، چې یاد بالون له غورزېدو مخکې راټول شوي معلومات بیجینګ ته لیږدولي دي.

دغه راز ویل شوي: هغه معلومات، چې چین د برښنایي سیګنالونو له لارې راټول کړي؛ ممکن له هغه څه څخه ډیر وي، چې د خلکو یا نظامي سیستمونو له لارې راټولیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د دوشنبې پر ورځ، د اپریل پر دوه‌یمه خبریالانو ته ویلي، چې هغه نشي کولی د NBC راپور تائید کړي؛ خو امریکا د دې بالون د نورو معلوماتو راټولولو وړتیا له منځه لرې کړه.

هغه وایي: د امریکا حکومت د خپل هېواد په فضا کې د بالون پر مطالعه او شننه بریالۍ شو او مونږ ترې ګټور معلومات ترلاسه کړل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د دې هېواد سفارت سمدستي په دې اړه رویترز ته له څرګندونو ډډه کړې.

کله، چې امریکایي چارواکو بالون ویشت؛ نو پر ملی امنیت یې اغېزې لږ وښودلې.

بیجینګ دا ردوي، چې ګواکې بالون یې د جاسوسۍ لپاره و. مخکې له دې، چې د فبرورۍ په لومړیو کې د اتلانتیک بحر په سواحلو کې د امریکا د پوځ لخوا وویشتل شي؛ د یوې اوونۍ لپاره یې د امریکا او کانادا په فضا کې الوت کړی دی.

دې پېښې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دې ته اړ کړ، چې بیجینګ ته خپل پلان شوی سفر وځنډوي او د واشنګتن او بیجینګ اړیکې یې نورې هم ترینګلې کړې.

دې کار په واشنګتن کې هم جنجالونه رامنځته کړل او د امریکا اردو د نورو شیانو لپاره آسمان لټوي، چې په رادار کې نه لیدل کیږي.

امریکا د فبرورۍ پر ۱۷ اعلان وکړ، چې د بالون ټوټې بریالۍ راټولې او پاتې یې جنوبي کارولینا ته ولیږدول شول. په هغه ځای کې متخصصینو د بالون شننه وکړه او تجهیزات یې معاینه کړل.

Trending

Exit mobile version