تازه خبرونه
د چین په شینجیانګ کې د ښځینه و پرحجاب او اوږدې ږیرې بندیز ولګیده
د چین د شینجیانګ ځایي چارواکو د افراطې اسلام پر وړاندې د مبارزی لپاره یو شمېر قوانین تصویب کړې، چې له مخې یې، په ځانګړي توګه د نوموړې سیمې اوسیدونکیو ته به د اوږدې ږیرې لرلو، ښځو ته د حجاب اغوستلو او په بشپړه توګه د مخ پټولو اجازه ور نکړي.
اړوند قوانین د سیمې د خلکو د استازیو له خوا د مارچ پر ٢٩تصویب شوې او له نن څخه به عملې شي. د اوږدې ږیرې او جامو پر بندیز سربېره، په عامه ځایونو کې به د مسلمانانو ناسته ولاړه هم څارل کیږي او هغه کسان، چې دولتي تلویزیونې کانالونو نه ګورې، راډيویې خپرونې نه اوري، عامه توکي او خدمات نه کاروي او د شریعت پر بنسټونو نکاح کوی هم به محاکمه شي.
همدارنګه عامه ښوونځيو ته د خپلو ماشومانو نه لیږدول، د کورنۍ د جوړولو له قانون څخه سرغړونې، په قصدي توګه د ماشومانو قانوني اسناد له منځه وړل او پر هغوی مذهبي نومونو ایښودل منع شوي دي.