تازه خبرونه

د چین په درې اړخيزه ناسته کې پر کاري ډلو او میکانیزمونو هوکړه وشوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو درې اړخيزې خبرې د سې شنبې پر ورځ( د مرغومي ۵) د دغه هېواد په پلازمېنه بيجنګ کې پيل شوه او په کې پر کاري ډلو او یو لړ میکانیزمونو هوکړې رامنځته شوې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې درې واړو هېوادونو تر منځ اړیکې به پر درې اړخیزو همکاریو ولاړې وي؛ لومړی به هڅه کوو، چې د سولې او روغې جوړې لپاره ګډ کار و شي، په دوه یم ګام کې به مو هڅه دا وي، چې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ښه والی رامنځته شي او بیا درې واړه هېوادونه به په خپل قلمرو کې د ترهګریزو هڅو مخه نیسو.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم په وړاندې د افغانستان هڅې ستایلي او وایي، چې له دغه هېواد سره به په ټولو اړوند برخو کې خپلې مرستې جاري ساتي او د افغانانو په مشرۍ به د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزیر دا هم په ډاګه کړې، چې هېواد يې هڅه کوي، چې د دواړو گاونډيانو (افغانستان او پاکستان) په اړيکو کې ښه والى راشي.

د نوموړي په وینا؛ افغانستان به ډېر ژر د سولې یو پیلان طالبانو ته وړاندې کړي. پاکستان او افغانستان هم د چین له پلان او برنامي ملاتړ څرګند کړی دی.

د وانګ په وینا؛ چین او پاکستان دواړه له افغانستان سره مرستې ته چمتو دي.

دغه راز چين خپل افغان او پاکستاني سيالان د کابل او اسلام آباد تر منځ د لانجو کمولو ته وهڅول او د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو د را کمولو ژمنه وشوه.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، چې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو مرستيالان په کې برخه لري په دې غونډه کې وویل، چې چین غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ رغنده او جوړونکې برخه واخلي او د سولې په بهیر کې هر اړخیزه مرسته تر سره کړي.

هغه وویل: مونږ د تروریزم په وړاندې پر ګډه مبارزه ټینګار کوو او هر ګواښ، چې له هرې سیمې وي باید وځپل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ زه باور لرم، چې دغه درې اړخیزې خبرې به په سیمه کې له سولې او بثات سره مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا؛ په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کیدل د سیمې اقتصادي وده پیاوړې کوي.  

دغه راز په سیاسي، اقتصادي، پوځي، استخباراتي او د کډوالو په چارو کې د همکارۍ کاري ډلې رامنځته شوې، چې درې واړه اړخونه ورته هیله من دي.

دغه راز ټینګار وشو ، چې دوه یمه درې اړخیزه ناسته به بل کال په کابل کې تر سره کیږي.

چین د روان میلادي کال په جون کې د دې ناستې طرحه وړاندې کړې وه.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې روسي چارواکو په افغانستان کې د داعش اړوند اندېښنې راپورته کړي، چې دغه وسلوال اوس پر غربي وسلو سمبال شوي او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته يې ګواښ ډېر کړی دی.‎

افغان چارواکو تل پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې ښکې ګڼلی؛ خو د هغه هېواد چارواکي بیا د ترهګرۍ ځاله د ‏افغانستان ختیځ بولي.‎ وخت به وښيي، چې د دې ناستې پایلې د سیمې پر امنیتي او اقتصادي ودې څومره اغېز کولی شي.

Trending

Exit mobile version