تازه خبرونه

د چین هېواد د مرستو لومړنۍ جوپه افغانستان ته راورسیده

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۴, ۱۳۹۹)

د کرونا ویروس د خوریدو د مخنیوي لپاره د چین هېواد د مرستو لومړنۍ جوپه کابل ته راورسده.

د مرستو په دې جوپه کې ماسکونه، د ژغورنې کالي او تنفسي ماشینونه شته، چې په کابل هوایي ډګر کې د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش ته وسپارل شول.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، چې د مرستو دغه جوپه کولی شي په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د دغه هېواد اړتیاوې پوره کړي.

د چین سفیر همدارنګه د افغانستان له سیاسیونو وغوښتل، چې د افغانستان ګټې په پام کې ونیسي او په ګډه د کرونا ویروس مخنیوي ته راودانګي.

سروردانش د کرونا ویروس په اړه وایي، چې حکومت د دغه ویروس د خوریدو د مخنیوي لپاره لازم چمتووالی لري او د نورو هېوادونو مرستې به هم راورسیږي.

چین لومړنی هېواد دی، چې کرونا ویروس په کې سر راپورته کړ او له سلګونه کسانو یې ژوند واخیست؛ خو راپورونه ښیي، چې اوس یې دا ګواښ کنترول شوی. له همدې کبله د دې هېواد تجربې له نورو هېوادونو سره  د کرونا په وړاندې مبارزه کې اغېزناکې ګڼل کیږي.

مخکې له دې امریکا له کرونا سره د مبارزې په برخه کې افغانستان سره د ۱۵ میلیون ډالرو او نړیوال بانک د سل میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.

Trending

Exit mobile version