نړۍ

د چیچنیا مشر د واګنر بغاوت د پای ته رسولو لپاره د مرستې وړاندیز وکړ

Published

on

د رویترز د څرګندونو له مخې، د شنبې پر ورځ د چیچنیا مشر رمضان قدیروف ویلي؛ چمتو دی، چې د واګنر اجیر مشر یوګني پریګوژین د بغاوت په مخنیوي کې له خپلو ځواکونو کار واخلي.

دغه راز د چیچنیا مشر رمضان قدیروف په یو اعلامیه کې، چې د تیلیګرام له لارې خپره شوې پریګوژین د لستوڼي مار نومولی او له روسي سرتېرو یې غوښتي، چې د هغه هڅونې ته تسلیم نه‌شي.

هغه دا هم څرګنده کړې، چې د چیچنیا ځواکونه به د کړکیچنو سیمو پر لوري حرکت وکړي او د روسي ځواکونو او د دولت د ساتلو لپاره چمتو دی، چې د جګړې ډګرته ورودانګي.

نوموړی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې ملګری دی او په چیچنیا کې د پراخو پوځي ځواکونو قومنده هم ور پرغاړه ده.

هغه له دې مخکې د پریګوژین د متحد په توګه لیدل کېده او د واګنر د مشر ځینې نېوکې یې د روسیې د نظامي درجه بندۍ په اړه وړاندې کولې.

که څه هم په وروستیو اوونیو کې د چیچنیا قومندانانو، چې له قدیروف سره یوځای شوي؛ د دفاع وزارت پر وړاندې یې د پریګوژین بریدونه تر نیوکو لاندې نیولي وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان هم د واګنر پر وړاندې له ولادیمیر پوتینه خپل ملاتړ په ډاګه کړی دی.

Trending

Exit mobile version