تازه خبرونه

د ډالرو له لوړېدو سره د یوې ډوډۍ بیه ۲۰ افغانۍ شوه

Published

on

د کسبګرو او پلورونکیو خونې ویلي؛ د اوړو او اوبلن ګاز د بیې د لوړېدو له کبله د یوې ډوډۍ بیه شل افغانیو ته پورته شوې ده.

په تېرو دوه ورځو کې د ډالرو د ارزښت لوړېدو د وچې ډوډۍ پر بیې هم اغېز کړی او یوه وچه ډوډۍ اوس شل افغانۍ پلورل کیږي.

د آریانا نیوز خبریال سیمع جهش، چې د کابل بازازونو ته ورغلی وایي؛ په کابل کې د عمده پلورنې دکانونه پرانیستي، خو پلور نلري.

په ښار کې د لومړنیو توکو د پلور دکانونه پرانیستي؛ خو پلور نلري.

عمده پلورونکي وایي، چې نه دوی او نه خلک د لومړنیو توکو د پېر توان لري.

پلورونکی ګل محمد وایي؛ په بازار له مونږ د ډالرو غوښتنه کیږي او عمده پلورونکي وایي، چې افغانۍ خپل ارزښت بایللی او ټوله راکړه ورکړه مو پر ډالرو ده.                            

یو بل پلورونکی عبیدالله نومی وایي؛ اوړه، وریجې، غوړي د خلکو د اړتیا وړ لومړني توکي دي. پېرودونکي راځي د نرخ پوښتنه کوي او ځي.                            

ډوډۍ پخوونکی غلام رضا وایي: د ډوډۍ په بیه کې نن بدلون راغلی؛ د ډوډۍ نرخټاکنه رارسېدلې، چې په کې د یوې ډوډۍ بیه ۲۰ او د نیمې ۱۰ افغانۍ ښودل شوې؛ ځکه، چې یوه بوجې اوړه ۳۴۰۰ پلورل کیږي.                               

د افغانستان د کسبګرو او پلورونکیو خونې مشر نورالحق عمري وایي: دا کار مو؛ ځکه کړی، چې بټیاري د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شول، چې دې کار د اسلامي امارت پر وړاندې د بغاوت ښکارندویي کوله او یوه وچه ډودۍ، چې خلک ورته اړ دي هغه هم بندېده.                  

د افغانستان د کسبګرو او پلورونکیو خونې څرګنده کړې؛ د دوه سوه ګرامه ډوډۍ بیه، چې مخکې لس افغانۍ وه اوس شل او د دوه سوه اویا ګرامه ډوډۍ هغه ۳۰ افغانیو ټاکل شوې ده.

د دې خونې مشر خبرداری ورکوي، چې که اسلامي امارت وضعیت ونڅاري؛ بیې به نورې هم لوړې شي.

د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د ښاروالۍ لخوا د ډوډۍ ځانګړې بیه نده ټاکل شوې او ځینو پولي مافیاوو د افغانستان بازارونه ګډوډ کړي دي.

د کابل ښاروالۍ مرستیال حمدالله نعناني وایي دا نرخپاڼه دوی نده خپره کړې دوی یوازې د توکو وزن او کیفیت کنټرولوي، نه د بازار بیه.

په ځینو نورو ولایتونو کې هم د یوې وچې ډوډۍ بیه شل افغانیو ته پورته شوې. دا نرخپاڼه په داسې حال کې پلې شوې، چې د ډالرو د ارزښت او توکو د بیو لهه لوړېدو سره بېوزلي  نوره هم پراخه شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

Trending

Exit mobile version