سیمه ییز خبرونه

د ډالرو په وړاندې افغانۍ څه باندې شل سلنه را لويدلې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

راتلونكې ټاكنې، د سياسي كړكېچونو دوام او د كابل او واشنگتن تر منځ پرامنيتي تړون خبرې د دې سبب  شوي، چې افغانۍ د بهرنيو اسعارو په وړاندې را ولويږي.

د افغانستان بانك مسوولين وايي، د اقتصادي كارپوهانو ناسمې څرگندونې او  د حج لپاره له افغانستان څخه د شاوخوا ۳۰۰ ميليون دالرو وتل د افغانيو پرارزښت باندې منفي اغېز كړى.

د افغانستان بانك رييس نور الله دلاوري وايي، كه څه هم په تېرو شپږ مياشتو كې د دالرو په وړاندې افغانۍ د سيمې د پيسو په تناسب له نسبي ثبات برخمنې دي، خو  بيا هم د دالر پر وړاندې څه باندې شل سلنه را لويدلې ده.

د نوموړي په وينا، په تېرو شپږ مياشتو كې يو امريكايي دالر له ۴۵ هندي كلدارو سره تبادله كيده؛ خو اوس يو امريكايي دالر له ۶۷ هندي كلدارو سره تبادله كيږي.

دا يوازې هندي كلداري نه دي، چې خپل ارزښت يي د دالرو په وړاندې له لاسه وركړى، پاكستانۍ كلدارې هم نږدې نوي په سلو كې خپله بيه له لاسه وركړې ده.

د كابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې غړى مجيد احمد زاده وايي، د افغانيو د ارزښت په را لويدو د زياترو افغانانو اقتصادي حالت خراب شوى دى.

د نوموړي په وينا، د افغانيو د را لويدو يو لوى علت دا دى، چې زيات ډالر اخسيتل كيږي او له افغانستان څخه په زياته پيمانه پيسې وځي.

د وروستيو معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ يو دالر له ۵۷  افغانيو او ۳۰ پولو سره تبادله كيده. حال دا، چې دا رقم تېره چهارشنبه ۵۸ افغانۍ او لس پولو  ته رسيده.

Trending

Exit mobile version