سیمه ییز خبرونه
د ډاکټر عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ملي خیانت تورنوي
د ډاکټر عبدالله عبدالله انتخاباتي کمپاین د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قانون تر پښو لاندې کولو او په ملي خیانت تورنوي له دې سره د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین ټیم وایي، چې دوی د ټاکنو خپلواک کمیسون غوښتنې پوره کړې دي او نه باید دا کمیسون د قانون پر خلاف عمل وکړي په دې وروستیو کي د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشر ویلي، چي ټولو نوماندانو د قانون پر خلاف او د ملي مصلحتونو له لارې وروستي نوملړ ته لاره موندلې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشر یوسف نورستاني د اریانا نیوز په یوه خپرونه کې دا په ډاګه کړه، چي د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان د قانون پر خلالف او د ملي مصلحت له لارې لاره پېدا کړې ده.
د ټاکنو د قانون تصویب کېدل هغه غوښتنه وه، چي د ټاکنو خپلواک کمیسون یي د تل د تصویب غوښتونکي وو، خو اوس پوښتنه دا ده، چې د دې قانون تر پښو لاندې کول ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ۱۱ نوماندانو مشروعیت تر پوښتنو لاندې نه راولي؟
دا څرګندوني د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو له انتخاباتي ټیمونو لخوا له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوي د ډاکټر عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وایي، چي د کمیسون دا کړنه یو ملي خیانت دی.
دا لومړی ځل ندی، چي د ټاکنو کمیسیون د ډا ډول مصلحتونو ښکار کېږي داسې شواهد شتون لري، چې په تېرو ټاکنو کې هم نوماندانو د مصلحتونو له لارې وروستي نوملړ ته لاره پېدا کړې وه.