بلخ @ps
د ډنډ غوري او دهنه غوري د سیمو عملیات ستونزمن روان دي
د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ او د درقد پله په سیمه کې د وسلوالو طالبانو سنګرونه ډېر کلک دي، چې له کبله یې د امنیتي ځواکونو عملیات له ستونزو سره مخ شوي دي.
د ډنډ غوري او دهنه غوري د سیمو عملیات له هغه پلان څخه ډېر ټکني دي، چې له وړاندې برابر شوی وه. د ملي اردو او عامه نظم پولیسو له سل ډېر سرتېري په ډنډ غوري سیمه کې شته، چې د وسلوالو طالبانو کلک مرکز دی؛ راټول شوي. تر اوسه د ملي اردو سرتېرو، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي، په ډنډې غوري سیمه کې یې د اته کلیو څارنه او کنترول تر لاسه کړی دی.
طالبان له درندو وسلو برخمن دي او امنیتي ځواکونه وایي، چې د طالبانو سنګرونه ډېر کلک دي او له منځه وړل یې ستونزمن کار دی.
د جنګیدونکي سرتېري نقیب الله په باور طالبان به په ډنډ غوري کې په ډېرې سختۍ؛ خو ژر مات شي.
دی وایي؛ په هوايي بریدونو سره کیدای شي، چې د دښمن سنګرونه له منځه ولاړ شي.
پوځي قومندانان، چې په دې ساحه کې ځای پر ځای شوي، وایي؛ د دوی او طالبانو تر منځ د جګړې لومړۍ کرښه کې واتڼ ډېر لږ دی.
د امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې په کرښو کې نه همغږي یوه ستونزه ده؛ خو بیا هم امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې تر واک لاندې سیمې وساتي. هوایي ملاتړ د جنګیدونکیو سرتېرو اصلي غوښتنه ده، چې باید د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه یې په کاري لومړیتوب کې ونیسي.
خبریال : علی اصغري