نړۍ
د ډونالډ ټرمپ د وژنې یوه بله هڅه هم شنډه شوه
رویټرز راپور ورکړ، چې شکمن یو AK-47 ډوله ټوپک او نور توکي د پېښې په ځای کې پرېښود او په موټر کې وتښتید؛ خو وروسته ونیول شو.
د جمهوري غوښتونکیو د ولسمشرۍ پر نوماند ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې د ګولف کلب ته نږدې د وژنې هڅه شوې؛ هغه خوندي دی او یو شکمن نیول شوی دی.
د قانون پلي کوونکیو چارواکو ویلي: کله، چې د پټو خدماتو څو کارمندانو ګولف لوبې ته نږدې په بوټو کې یو وسلهوال ولید؛ نو ورسره سم یې هغه ځای ته نږدې ډزې وکړې، چې ټرمپ یې په څو سوه مټرۍ کې لوبه کوله.
رویټرز راپور ورکړ، چې شکمن یو AK-47 ډوله ټوپک او نور توکي د پېښې په ځای کې پرېښود او په موټر کې وتښتید؛ خو وروسته ونیول شو.
دا پېښه يوه مياشت وروسته له هغې رامنځته کیږي، چې په پنسلوانيا کې يوه کس د ټاکنيزې غونډې پر مهال ر نوموړي ډزې وکړې او هغه یې پر غوږ ټپي کړ.
دواړه پېښې د ولسمشرۍ د نوماندانو د خوندي ساتلو ننګونې په ګوته کوي، چې د نومبر ۵ ټاکنو ته، چې ورته توده سیالي روانه ده؛ یوازې اووه اوونۍ پاتې دي.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې د پټو خدماتو او پولیسو څخه د هغه مننه وکړه.
هغه وایي: زه غواړم ستاسې د اندېښنو او نیکو هیلو لپاره له هر یوه څخه مننه وکړم – دا یقینا یوه په زړه پوري ورځ وه!
سي ان ان، فاکس نیوز او نیویارک ټایمز د ناپېژندل شویو قانون پلي کوونکیو چارواکو په حواله شکمن د هاوایی ۵۸ کلن ریان ویسلي روت پر توګه او پېژندلی. اف بي آی له څه ویلو ډډه وکړه او رویټرز نشي کولی په خپلواکه توګه د هغه هویت تائید کړي.
دا اوس هم روښانه نده، چې آیا څنګه شکمن د ټرمپ له لوبې خبرو او که هغه کومه بله انګیزه لرله؛ خو د برید هڅه ښیي، چې د نوموړي د ساتنې کچه نورې پوښتنې هم راپورته کوي.
