سوداگري

د ډيجيټلي پروګرام له لارې به د تلويزيوني شبكو انځورونه او غږونه د لوړ كيفيت برخمن شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژي وزارت غواړي د ډيجيټلي پروګرام له لارې د تلويزيوني شبكو خپرونې ټول هېواد ته ورسوي. د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژي وزارت په همدې موخه له يوې خصوصي كمپنۍ سره تړون لاسليك كړ. دغه كمپنۍ به په دې برخه كې پنځوس ميليونه ډالره پانګونه وكړي.

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژي وزارت او د يوې خصوصي كمپنۍ تر منځ د لاسليك شوي تړون پر بنسټ، به ډيجيټلي سيسټم په شپږو راتلونكو مياشتو كې په كابل ښار او لومړۍ درجه ولايتونو كې فعال شي، او تر پنځو راتلونكو كلونو پورې ټول افغانستان كې فعال شي.

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژي وزير اميرزى سنګين وايي:

دا مهال په هېواد كې فعالې تلويزيونې شبكې د انالوګ سيسټم له لارې خپرونې لري، چې نه شي كولاى خپلې خپرونې ټول هېواد ته ورسوي او د ډيجيتلي سيسټم په فعالېدو سره به دا تشه له منځه ولاړه شي او د تلويزيوني شبكو انځورونه او غږونه به هم د لوړ كيفيت برخمن شي.

د مخابراتو وزارت د مسئولينو د معلوماتو له مخې، ډيجيټلي سيسټم به تر راتلونكو پنځو كلونو پورې ټول هېواد كې فعال شي.

ويل كېږي، چې دا مهال په هېواد كې پنځه دېرش تلويزيوني شبكې فعاليت لري.

Trending

Exit mobile version