تازه خبرونه

د ډیورنډ فرضي کرښې او سرحدي سیمو د اړوند خلکو د ستونزو د حل کمیټه جوړه شوه

په دې کمیټه کې فرضي کرښې ته د نږدې ولایتونو مرستیالان، ولسوالان، رییسان او د دفاع وزارت استازي برخه لري، چې د یادو سیمو اوسیدونکیو ته د معیاري، بنسټیزو خدمتونو، دیني او عصري زده‌کړو، روغتیا، مخابراتو، سړکونو او د څښاک د اوبو زمینه برابره کړي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۶, ۱۴۰۳

د اسلامي امارت د رهبر پر فرمان د ډیورنډ فرضي کرښې او اړوند سرحدي سیمو د اوسیدونکیو د ستونزو د حل لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د چارسمبالي پر مشرۍ یوه کمیټه جوړه شوه.
په دې کمیټه کې فرضي کرښې ته د نږدې ولایتونو مرستیالان، ولسوالان، رییسان او د دفاع وزارت استازي برخه لري، چې د یادو سیمو اوسیدونکیو ته د معیاري، بنسټیزو خدمتونو، دیني او عصري زده‌کړو، روغتیا، مخابراتو، سړکونو او د څښاک د اوبو زمینه برابره کړي.
د کارپوهانو په اند د هېواد سرحدي ولسوالیو سیمې محرومې سیمې دي. دغو محرومیتونو د اسلامي امارت پام ځانته رااړولی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي؛ د اسلامي امارت رهبر د سرحدي ولسوالیو او د سرحدي سیمو د اوسیدونکیو ستونزو ته د رسیدنې او ډیورنډ فرضي کرښې د څارنې لپاره ځانګړې کمیټه ټاکلې ده.

دغه کمېټه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سرپرست پر مشرۍ جوړه شوې او په کې د سرحدي ولایتونو مرستیالان، ولسوالان او د اړوند ولایتونو رییسان او د ملي دفاع وزارت استازي برخه لري، چې په سرحدي ولسوالیو کې با کیفیته خدمات وړاندې کوي.

همدارنګه د مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د کمیټې د اړتیا وړ بودجې په برابرولو کې همکاري وکړي.
سیاسي شنونکی نجیب‌الرحمان شمال هم په دې باور دی، چې زیانمن شوي سرحدي خلک لومړنيو خدماتو ته لاسرسی نلري باید پاملرنه ورته وشي؛ ځکه ډېري ناقانونه کارونه په سرحدونو کې کېږي.
افغانستان له چین، ترکمنستان، ایران، ازبکستان، پاکستان او تاجکستان سره ګډه پوله لري؛ خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله فرضي کرښه ده، چې کابل یې پر رسمیت نه پېژني او وايي پر افغانستان تپل شوې ده.

Trending

Exit mobile version