تازه خبرونه

د ډیورنډ کرښې په اړه هیڅ هوکړه نده شوې – محمد یعقوب مجاهد

محمد یعقوب مجاهد د یکشنبې پر ورځ( د تلې شپږویشتمه) په یوه آنلاین خبري کنفرانس کې وویل: “ډیورنډ کرښه د ټولو افغانانو ملي دریځ دی؛ دا هیڅکله د پولې په توګه پېژندل شوې نده او مونږ هم په دې اړه هوکړه نده کړې. دا پرېکړه د حکومت په واک کې نده؛ خو ملت به یې په اړه پریکړه وکړي.”

Published

on

Last Updated on: تله ۲۸, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر وایي: په دوحه کې د پاکستان د پوځي رژیم له چارواکو سره په خبرو کې د ډیورنډ کرښې په اړه هیڅ هوکړه نده شوې؛ ځکه، چې دا مسله د ملتونو ده، نه د حکومتونو.

نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته کړي، چې د قطر بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د “ډیورنډ کرښې” پر ځای د “سرحد” کلمه وکارول شوه.

محمد یعقوب مجاهد د یکشنبې پر ورځ( د تلې شپږویشتمه) په یوه آنلاین خبري کنفرانس کې وویل: “ډیورنډ کرښه د ټولو افغانانو ملي دریځ دی؛ دا هیڅکله د پولې په توګه پېژندل شوې نده او مونږ هم په دې اړه هوکړه نده کړې. دا پرېکړه د حکومت په واک کې نده؛ خو ملت به یې په اړه پریکړه وکړي.”

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر ويلي، چې په دوحه کې د پاکستان د پوځي رژیم له چارواکو سره په خبرو کې د ډیورنډ کرښې په اړه هیڅ هوکړه نده شوې؛ ځکه، چې د څرګندونو له مخې یې دا مسله د ملتونو په اړه ده، نه د حکومتونو.

دا څرګندونه له هغې وروسته راپورته شوه، چې د قطر بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د “ډیورنډ کرښې” پر ځای د “سرحد” کلمه کارول شوې وه.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او کولی شي له هر هېواد سره اړیکې ټینګې کړي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له هند سره اړیکې جوړول د پاکستان پر زیان ندي او هیڅوک حق نلري، چې د افغانستان په بهرني سیاست کې مداخله وکړي.

د ملي دفاع وزیر زیاته کړې: “مونږ له هند سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو. هند په سیمه کې یو پیاوړی هېواد دی. مونږ له پاکستان سره هم ښې او دوستانه اړیکې غواړو او مونږ له هیچا سره د دښمنۍ پلوي نه یوو.”

نوموړي ویلي؛ د دواړو خواوو تخنیکي ډلې به د سرغړونو ارزونه وکړي، چې د راتلونکو شخړو او دښمنانه کړنو مخه ونیول شي.

په دې خبرو کې د سوداګرۍ پر بیا پیل او د کډوالو “رضاکارانه” راستنېدو هم ټینګار شوی دی.

Trending

Exit mobile version