لوبی

د ډېرو اوبو څښل د بروس لي د مړینې لامل دی – نوې څېړنه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲, ۱۴۰۱)

د بروس لي له مړینې نږدې ۵۰ کاله تېر شوي؛ خو ساینس پوهانو په یوه نوې څېړنه کې په ډاګه کړې، چې د بروس لي مړینه د ډېرو اوبو څښلو له کبله رامنځته شوې ده.

د نړۍ دا تکړه لوبغاړی او د رزمي هنرونو انځورګر د ۱۹۷۳ ز. کال د جون پر ۲۰ په هانګ کانګ کې ناڅاپه مړ شو؛ خو هغه مهال چارواکو ویلي وه، چې هغه ممکن د دماغي سکتې له امله مړ شوی وي.

اوس د ساینس پوهانو یوې ډلې په یوه نوې څېړنیزه مقاله کې اعلان په ډاګه کړې، چې د بروس لي مړینه د هغه د پښتورګو کمزورتیا وه، چې له کبله یې اضافي اوبه یې ایستلی نشوې.

دا څېړنه په اسپانیه کې د پښتورګو د څانګوالو یا متخصصینو د یوې ډلې لخوا ترسره شوې، چې د روغتیا په ځانګړې مجله کې خپره شوې ده.

د دې لیکنې لیوال څرګنده کړې؛ بروس لي د مړینې په وخت کې ۳۲ کلن و؛ په وینه کې یې د سودیم غلظت ډېر لوړ و او د اوږدمهال لپاره د بنګو مایعات او چرس کارول، چې تنده زیاتوي. یو لړ مستند شوي عوامل هم شته، چې کیدای شي درمل، الکول او د عضوي زیان او درد د مخنیوي لپاره کارول شوي وي.

لي جين فان، چې بروس لي یاد شوی دی؛ د ۱۹۴۰ ز. کال د نوامبر پر ۲۷ نېټه زېږېدلی و. د چين د رزمي هنر استاد، د حرکي فلم لوبغاړی، د فلسفې پروفيسور، فکري نوښتګر او د جيت کان دو(جيت د دفاع او کان د برید پر معنا  او دو په حقيقت کې دو د برید او دفاع هغږي ده). د امریکا د کونګ فو او د هانګ کانګ د ووشو د سبکونو بنسټوال و.

ډېري یې د شلمې پېړۍ یو له خورا اغېزمنو خلکو ګڼي او د ولسي فرهنګ څلی او سمبول بولي، چې اوس په ​​​​تاریخ کې د رزمي لوبو تر ټولو لوی اتل پیژندل کیږي. دغه راز هغه د دوه لوبغاړیو؛ براندون لی او شانون لی پلر هم و.

Trending

Exit mobile version