تازه خبرونه

د ژغورنې نړیوالې کمیتې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۵, ۱۴۰۲)

د ژغورنې نړیوالې کمیتې له نړیوالو بشري ټولنو غوښتي، چې په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره بېړنیو مرستو ته راودانګي.

دې کمیتې له مرستندویه ادارو غوښتي، چې له ناورینونو سره مخ زیانمنونکي هېوادونه باید یوازې پرینښودل شي.

د دغې ادارې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د سیلابونو له کبله په کابل، میدان وردګ او لوګر ولايتونو کې څه باندې ١٢٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د سختو بارانونو، سیلابونو او د اقلیم د بدلون له کبله خلکو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

د دې ادارې د کارکوونکیو د معلوماتو له مخې، د میدان وردګ او لوګر په څېر د هغو سیمو اوسیدونکي، چې پر کرنې تکیه کوي؛ د خپلو کورونو او ځمکو د ویجاړۍ تر څنګ له بې‌وزلۍ او اړوند سرچینو ته د محدود لاسرسي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دغه بنسټ راپور ورکړی، چې په دغو ولایتونو کې د سیلابونو له کبله ډېري خلک له خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او له خواړو او سرپناه بې برخې دي.

د دې ټولنې د څرګندونو له مخې، په دغو سیمو کې د سیلابونو له کبله  له ۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د ژغورنې د نړیوالې کمیتې د سیمه‌‌ییزو بېړنیو حالاتو رییس محمد ریاض ویلي: مونږ باید د یووالي او اخلاقي اړتیا له ساتلو سره د زیان منونکیو ټولنو ملاتړ وکړو.

د ژغورنې نړیوالې کمیتې دا هم ويلي، په داسې حال کې، چې په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیون خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري؛ خو تر دې دمه د اړتیا وړ بودجې ۲۵ سلنه راټوله شوې ده.

دې ټولنې د نړۍ له حکومتونو، نړیوالو ټولنو او اشخاصو غوښتي، چې له اقلیمي بدلون څخه راامنځته شویو ستونزو او زیانمنونکیو ټولنو ته د لاسرسي لپاره باید متحد شي.

Trending

Exit mobile version