سیمه ییز خبرونه
د ژمي لومړني باران د كابل ښار لارې او كوڅې له او بو ډك كړل
په كابل كې باران بيا هم د ښار ډېر واټونه تر اوبو لاندې او د خلكو ورځنۍ چارې گډې وډې كړې دي.
د كابل ښاريان وايي، چې:
د كابل ښاروالۍ د نامنظمو پروگرامونو له كبله په ټولو سړكونو كي اوبه راوتلي، چي خلك يي له گڼو ستونزو سره مخ كړي دي.
يو شمېر كابل ښاريان وايي، چي ښاروالۍ په خپلو كارونو كې پاتې راغلي او هر وخت په لږ اورښت هم اوبه واټونو ته را خيژي.
د كابل ښاروالۍ د تنظيف رييس نثار احمد غوري واټونو ته د اوبو د پورته كيدو لامل پخپله ښاريان گڼي.
نوموړى زېاتوي:
هغه لښتي، چي ښاروالۍ د واټونوغاړو ته ايستلي ټول د خلكو له خوا بند شوي؛ نو، ځكه د اوبو جريان بند شوي او واټونوته پورته شوې دي.
نوموړى وايي، چي په ښاركي د منظم كاناليزسيون نه شتون هم بله ستونزه ده .
دا، چې كابل ښاروالۍ ښاريان او ښاريان كابل ښاروالي په دې كار كې گرم بولي؛ نو دا ستونزه به همداسې دوام ومومي.
د كابل ښاريان په داسي حال كي له كابل ښاروالۍ د مرستې غو ښتنه كوي، چي د كابل ښاروالۍ د تنظيف رياست پخپله هم د بارني اوبو له كبله د ډبيدو په حال كې دى.
د يادونې وړ ده، چې په كابل كې له اوړمې شپې را پديخوا د باران اوبه لارو او كوڅو ته راوتلي او په ځينو سيمو كې يې د خلكوكورونو ته هم لار كړې ده.