سیمه ییز خبرونه
د ژورناليز پوهنځي فارغانو خپل فراغت ونمانځه
د ژورناليزم د پوهنځي ريس پوهندوي عبدالوحيد غروال په دغو مراسمو كې وويل، چې:
خبريالان بايد هېوادنيو گټو او ژورناليستيكي رسالت ته متوجه وي.
فارغو شويو خبريالانو له دولت څخه غوښتنه كوله، چې خبريالانو ته دې د كار فرصتونه پيدا كړي او د هغوى د سر او ځان د خونديتوب لپاره دې لازم گامونه اوچت كړي.
د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال عبدالعزيز كريمي څرگنده كړې، چې :
د كابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي د مطبوعاتو او راديو- ټلويزيون له څانگې د يو څلويښتمې دورې څلور دېرش ژورناليستان فارغ شول.
د كابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي رييس پوهندوى محمد وحيد غروال له فارغ شويو محصلينو وغوښتل، چې د ژورناليزم په ډگركې خپل ځان تثبيت او د هېواد ملي گتې په پام كې ونيسي.
د لوړو زده كړو وزرت د وياند محمد عظيم نوربخش په وينا:
په افغانستان كې د ژورناليزم ډگر له پخوا ډېر تود شوى او د كابل پوهنتون ترڅنگ، په بلخ، ننگرهار، پروان، كندهار، خوست او بدخشان كې هم د ژورناليزم په څانگه كې محصلين په زده كړو بوخت دي.
د ولسي جرگې غړې شكريه باركزۍ خبريالان د ټولني واقيعي استازي وبلل، چې د واقعيتونو په بيا نولو د خلكو او دولت تر منځ اړيكې ټينگوي.
افغان دولت د وينا او بيان ازادۍ د تېرو لس كلونو له لويو لاسته راوړنو څخه بولي .
د وينا او مطبوعاتو د آزادۍ په دغه بهيركې يو شمېر افغان خبريالان په مرموز ډول وژل شوي، چې تر اوسه يې د مرگ پر دوسيه چا غور نه دى كړى.