تازه خبرونه

د ښارونو هوا مخ په ککړیدو ده- ماریا نیرا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او په ښارونو کې د هوا د ککړتیا په اړه خبرداری ورکړی دی.

په دې اړه د دبلیو ایچ او په یوه راپور کې ویل شوي، چې د ښارونو ۸۰ سلنه اوسیدونکي داسې هوا تنفس کوي، چې کیفیت یې ټیټ دی.

په راپورکې راغلي؛ د ښارونو د هوا ککړوالی د سږو سرطان، سالنډۍ او ځینو نورو ناروغیو رامنځته کیدو خطر ډېروي، چې له کبله يې هر کال درې میلیون انسانان له وخت مخکې مري.

د دغه بنسټ د عامې روغتیا، ژوند، چاپېریال او د روغتیا د ټولنیزو عواملو د څانګې مشره ماریا نیرا وايي؛ له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې په منځنۍ کچه د هوا ککړتيا اته سلنه لوړه شوې، چې له کبله یې وضعیت لا پسې د اندېښنې وړ دی.

هغه زیاتوي، له هغو ښارونو، چې د هوا ککړوالي په اړه معلومات راغونډ شوي ښيي، چې د هوا د ککړتيا کچه ډېره لوړه ده او له کبله یې د دې په وینا ناروغۍ رامنځته کیږي.

دغه څېړنه د ۶۷ هېوادونو په ۷۹۵ ښارونو کې ترسره شوې ده.

Trending

Exit mobile version