تازه خبرونه

د ښار جوړولو وزارت د فساد پیښه باید هر اړخیزه وڅیړل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

لویه څارنوالۍ باید هغه جګپوړي او ټیټ پوړي مامورین هم معلوم کړي چې د ښار جوړولو وزارت په پراخ مالي فساد کې ښکېل دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې ادارې په دې ټکې د ټینګار تر څنګ ویلي چې د فساد په دا ډول سترو قضیو کې د قضا په کړنو کې د قانون خلاف لاسوهنې کیږي او لویه څارنوالۍ باید دې برخه کې خپل استقلالیت وساتي.

د ښارجوړولو وزارت د شپږو جګپوړو مامورینو د فساد دوسیه هم له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې ادارې له خوا څارل کیږي.

په داسې حال کې چې د ښار جوړولو وزارت د شپږو جګپوړو مامورینو د فساد دوسیه د لویې څارنوالۍ له خوا تر څیړنې لاندې ده، خو داسې اندیښنې موجودې دي چې ښایی د لویې څارنوالۍ په کړنو کې لاسوهنې وشي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې ادارې مسول حمید الله توابویلي، د ښار جوړولو وزارت قضیه باید هر اړخیزه، رڼه او په خپلواک ډول د لویې څارنوالۍ له خوا وروستۍ شي.

.

بلخوا د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د عامه اړیکو مسول میرویس ناصري دا پریکړه ستایی چې د ښار جوړولو په وزارت کې د ستر مالي فساد د قضیې د تعقیب په اړه شوې ده. دا بنسټ وایی، دا قضیه به دوی هم وڅاري.

اداري فساد له ناامنیو وروسته د افغان حکومت دوهم لوی سرخوږی دی، او ویل کیږي چې حکومت هر کال د اداري فساد له کبله له یو میلیارد ډالر زیاتې پیسې له لاسه ورکوي.

اوس به ولیدل شي چې د ملي یووالي حکومت به تر کومه بریده وکړی شي د دې پدیدې په وړاندې مباررزه وکړي.

 

Trending

Exit mobile version