تازه خبرونه

د ښار جوړونې وزارت د چارسمبالي پر وتلو بندیز ولګیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ښارجوړونې وزارت چارسمبالی له واکه د ناوړه ګټې پورته کولو له کبله د لویې څارنوالۍ لخوا ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

د لویې څارنوالۍ د مرستیال نور حبیب جلال لخوا د لاسلیک شوي مکتوب له مخې د ښار جوړونې وزارت سرپرست جوا پیکار ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

د دغه مکتوب له مخې؛ پر پیکار تور پورې شوی دی، چې له واک څخه یې ناوړه ګټه پورته کړې او په ناقانونه توګه یې ځينې کسان پر دندو ګومارلي دي.

دغه راز لویې څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې، چې په ترکیه کې د جواد پیکار د جایدادونو څېړنه هم وکړي.

ولسمشر هم په یوه فرمان کې له لویې څارنوالۍ غوښتي، چې د ښار جوړونې وزارت د چارسمبالي جواد پیکار مالي سرچینې او په ترکیه کې د هغه جایدادونه وڅېړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ د مکتوب لیږلو په اړه یې مونږ کوم رسمي نظر نلرو؛ خو په ټوله کې ولسمشر د دې ادارې او ځمکې د ادغام لپاره یو پلاوي ته دنده سپارلې وه او پلاوې د خپلو څېړنو پایله حکومت ته وړاندې کړه، چې حکومت یې په اړه پرېکړه وکړي. د پلاوي راپور ښيي، چې په دې وزارت کې ستونزې شته دی.  

لویه څارنوالي په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

د ښارجوړونې او ځمکې وزارت ویاند حشمت الله ناصري ويلي، چې تر اوسه په رسمي توګه دوی ته دغه مکتوب ندی رااستول شوی.

حقوقپوهانو ويلي، چې د قانون له مخې د وزیرانو واکونه مشخص دي او که د قانون خلاف عمل کوي باید وپوښتل شي.

داسې اندېښنې هم شته، چې ګواکي لویه څارنوالي د لوړ پوړیو کسانو له دوسیو سره سیاسي چلند کوي؛ نو، ځکه ټينګار کوي، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې باید د بښنې له فرهنګه ډډه وکړي.

Trending

Exit mobile version