تازه خبرونه
د ښار جوړونې وزارت خصوصي سکتور ته د ګډې پانګونې زمینه برابره کړه
د ښارجوړوني او ځمکو وزارت مسوولین وايي، ډېر دولتي ملکیتونه به پر خصوصي سکتور وپلوري او په ځینو کې به ورسره ګډه پانګونه ترسره کړي.
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ویاند ويلي؛ په دغو ۲۱ پروژ کې به په سلګونه میلیون دالر پانګونه تر سره او د دغو پروژو له لاري به هر کال ۱،۷ میلیارد دالر د حکومت خزاني ته عواید راشي.
د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ویاند حشمت الله ناصري څرګنده کړې؛ مونږ هڅه کوو، چې د دغو ۲۱ پروژو له لاري په هېواد کې په سلګونه میلیون دالر کورنۍ او بهرنۍ پانګه جذب کړو او دا به مو په عوایدو خورا مثبت اغېز ولري.
د هېواد د کانونو او صنایعو خونې مسوولین د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له دې ګامه هرکلی کړی څرګندوي، چې که د پانګوني پروسیجرونه هم د ښار جوړوني وزارت له خوا آسانه شي؛ دوی حاضر دي، چې پر دغو دولتي ملکیتونو پانګونه وکړي.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخې احمد پیمان وایي: مونږ غواړو، چې په دې برخه کې پانګونه وکړو او دا خورا مهمه پرېکړه ده؛ ځکه ډېرې ځمکې شته، چې حکومت ترینه هیڅ ګټه نشي پور ته کولی او خصوصي سکتور کولي شي په کې پانګونه تر سره کړي.
د اقتصادي چارو کار پوهان هم ويلي، چې د ښارجوړوني او ځمکو وزارت په تېرو څلور کلونو کې د پانګونې د جذب په برخه کې لاسته راوړنه نلرله او د دولتي ملکیتونو د پلور په وسیله دوی کولی شي زیاته پانګونه جذب او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.
خبریال: اسلم حجاب