سیمه ییز خبرونه

د ښكېلو افغان ډلو تر منځ د پاريس ناسته پيل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاريس ناسته، چې د ښكېلو ډلو، طالبانو، حزب اسلامي، ملي ائتلاف او د افغانستان د سولې عالى شورا تر منځ پيل شوې، له مخالفينو سره به د افغان دولت د خبرو پر بهير هيڅ راز اغېز ونه لري.

د سولې عالي شوا د دغو ټكو د څرگندولو ترڅنگ وايي:

په دې ناسته كې د سولې علي شورى رسمى بلل شوې نه ده.

د چارو پوهان په دې اند دي، چې:

دغه ناسته به د سولې د خبرو لپاره گټوره پايله ولري.

د ښكېلو ډلو، طالبانو، حزب اسلامي، ملي ائتلاف او د افغانستان د سولې عالى شورا د استازيو تر منځ  د پاريس ناسته د چارشنبې په ورځ(د ليندۍ ۲۹)  د خبرو په موخه پيل شوه.

دغه ناسته د تړليو دروازو تر شاه تر پيل شوې او ويل كيږي، چې د دې ناستې گډونكوونكي به د افغانستان د اوسني حالت په اړه په كې خپل بېلابېل اندونه څرگند كړي.

د ترلاسه شويو گزارشونو له مخې د طالبانو د وخت د سترې محكمې مرستيال مولوي شهاب الدين او مولوي محمد نعيم وردگ د طالبانو له لوري، غيرت بهيرد انجنير گلبدين حكمتيار زوم د حزب اسلامي لخوا، د معصوم ستانكزى په گډون د سولى على شورى څلورغړي او محمد يونس قانوني، همايون شاه آصفي او نورالحق علومي د ملي ائتلاف په استازيتوب د دې ناستې برخوال شوي دي.

د سولې عالي شورى د بهرنيو اړيكو مشاور محمد اسمعيل قاسميار په دې باور دى، چې دغه ناسته د سولې بهير له گړنديتوب سره مرسته نه شي كولى.

د دغو څرگندونو ترڅنگ د سياسي چارو كارپوه وحيد مژده د پاريس ناسته په افغانستان كې د سولي بهير ته د ورننوتو ډاډمنه لار بولي.

ټاكل شوې دغه ناسته نن او سبا ته هم روانه وي.

د سولې عالى شورا د څرگندونو له مخې كه ورته ناستې په افغانستان كې دننه جوړې شي؛ نو د سولې بهيرله گړنديتوب سره به ډېره مرسته وكړي.

Trending

Exit mobile version