سیمه ییز خبرونه
د ښكېلو افغان ډلو تر منځ د پاريس ناسته پيل شوه
د پاريس ناسته، چې د ښكېلو ډلو، طالبانو، حزب اسلامي، ملي ائتلاف او د افغانستان د سولې عالى شورا تر منځ پيل شوې، له مخالفينو سره به د افغان دولت د خبرو پر بهير هيڅ راز اغېز ونه لري.
د سولې عالي شوا د دغو ټكو د څرگندولو ترڅنگ وايي:
په دې ناسته كې د سولې علي شورى رسمى بلل شوې نه ده.
د چارو پوهان په دې اند دي، چې:
دغه ناسته به د سولې د خبرو لپاره گټوره پايله ولري.
د ښكېلو ډلو، طالبانو، حزب اسلامي، ملي ائتلاف او د افغانستان د سولې عالى شورا د استازيو تر منځ د پاريس ناسته د چارشنبې په ورځ(د ليندۍ ۲۹) د خبرو په موخه پيل شوه.
دغه ناسته د تړليو دروازو تر شاه تر پيل شوې او ويل كيږي، چې د دې ناستې گډونكوونكي به د افغانستان د اوسني حالت په اړه په كې خپل بېلابېل اندونه څرگند كړي.
د ترلاسه شويو گزارشونو له مخې د طالبانو د وخت د سترې محكمې مرستيال مولوي شهاب الدين او مولوي محمد نعيم وردگ د طالبانو له لوري، غيرت بهيرد انجنير گلبدين حكمتيار زوم د حزب اسلامي لخوا، د معصوم ستانكزى په گډون د سولى على شورى څلورغړي او محمد يونس قانوني، همايون شاه آصفي او نورالحق علومي د ملي ائتلاف په استازيتوب د دې ناستې برخوال شوي دي.
د سولې عالي شورى د بهرنيو اړيكو مشاور محمد اسمعيل قاسميار په دې باور دى، چې دغه ناسته د سولې بهير له گړنديتوب سره مرسته نه شي كولى.
د دغو څرگندونو ترڅنگ د سياسي چارو كارپوه وحيد مژده د پاريس ناسته په افغانستان كې د سولي بهير ته د ورننوتو ډاډمنه لار بولي.
ټاكل شوې دغه ناسته نن او سبا ته هم روانه وي.
د سولې عالى شورا د څرگندونو له مخې كه ورته ناستې په افغانستان كې دننه جوړې شي؛ نو د سولې بهيرله گړنديتوب سره به ډېره مرسته وكړي.