سیمه ییز خبرونه
د ښوونځيو مخې ته د سر لوڅو خوړو پر پلورنې دې بنديز ولگول شي
د ښوونځيو زده كوونكيو كورنۍ له اړوند مسوولينو غواړي، چې د ښوونځيو مخې ته د سرلوڅو خوړو او غير صحي توكو پر پلور بنديز ولگوي.
د هغوى په وينا د همدغو ناپاكو خوړو له كبله يې ماشومان تر ډاكتره رسيدلي دي.
په همدې ككړ چاپېريال كې د ښوونځيو مخې ته د تفريح پر وخت لسگونه زده كوونكي پر هغو كراچيو را ټول وي، چې په سرلوڅو لوښو كې خوراكي توكي پلورل كيږي.
ډاكتر انور يوسفي وايي، چې:
د كابل ناوړه چاپېريال ته په كتو په پرانيستې فضا كې د سرلوڅو خوړو او غير صحي توكو خوړل، كولى شي، چې سخته تبه، اسهال، نرى رنځ او نورې ويروسي ناروغۍ رامنځته كړي.
د کابل ښار د پوهنې رییس نجیب الله کامران دا مني، چې د ښوونځيو مخې ته ملوث او ناپاك خواړه پلورل كيږي؛ خو زياتوي، چې په ښوونځيو كې د ننه د كانتين جوړول د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ كوي او له بله پلوه د هغو څارنه او مراقبت د دوى له توانه وتلى كار دى.
د يادون وړ ده، چې په كابل ښاركې د ككړ چاپېريال په اړه اندېښنې له وروستي بريد هم پورته شوي دي.