تازه خبرونه

د ښوونکو له پاره ځانکړې شوې 10 جریبه ځمکه د زور واکو لخوا غصب شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

هغه لست چې اریانا نیوز تر لاسه کړی، ښيي چې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې له لسو زرو جریبو زیاته ځمه چې د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې ده، د زور واکو لخوا غصب شوې ده.
په لست کې راغلي چې په کابل کې د پارلمان یوه غړي ۵ سوه جریبه ځمکه عصب کړې ده. دغه راز ملي دفاع وزارت او د لوګر او خوست ولایت مقامونه هم د همدغو ځمکو په غصب تورن شوي دي.
د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل وايي چې دوی دغه لست ولسمشر ته استولی دی
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي هم وايي په دې هکله يې څیړنې پیل کړي.
خو د خو د لوګر والی نیازمحمد امیر او بختور بختیاری د خوست د پوهنې وزیر دا لست ناسم ګڼي.
په لست کې راغلي چې:
په پغمان کې د د پارلمان د یو وکیل لخوا ۵۰۰ سوه جریبه،
په سمنګانو کې د ملي دفاع وزارت لخوا ۳۶۰ جریبه،
په فراه کې د ملي دفاع وزارت لخوا ۸۲۵ جریبه،
په زابل کې د ملي دفاع وزارت لخوا ۳۰۰ جریبه،
په هلمند کې د ملي دفاع وزارت لخوا ۷۸ جریبه،
په کاپیسا کې د ملي دفاع وزارت لخوا ۱۱۰ جریبه،
په بلخ کې د ملی دفاع وزارت لخوا ۵۰۰ جریبه،
د لوګر ولایت د مقام لخوا ۶۰۰ جریبه،
د خوست په ورغه کلي کې د ښاروالۍ او ولایت د مقام لخوا ۱۰۰ جریبه
ځمکه غصب شوې ده.
دغه راز په خوست کې د ولایت د مقام او ښاروالۍ لخوا د ۱۰۰ جریبه ځمکې د ویش مخنیوی هم شوی دی.
دغه راز:
د کابل په چهل دختران او چهار آسیاب کې د زورواکو لخوا ۸۰۰ جریبه،
د بلخ په افغانیه ښارګوټي کې د زورواکو لخوا ۲۹۰۰ جریبه،
د لغمان په علیشنګ او الینګار ولسوالیو کې ۲۰۰ جریبه،
د خوست په خوني خوار او تڼیو ولسوالیو کې د زورواکو لخوا ۲۰۰ جریبه،
د ننګرهار په خوګیانیو، کوز کونړ او سره رود ولسوالیو کې د زورواکو لخوا ۷۸۲ جریبه،
د غزني په بالا کاریز کې د زورواکو لخوا ۱۰۰۰ جریبه،
په وردګو کې د زورواکو لخوا ۳۰۰ جریبه
او د لوګر د مقام لخوا ۶۰۰ جریبه
ځمکه غصب شوې ده.
له ډیرو هڅو سره سره د ولسي جرګې د غړي چې د پورتني لست له مخې د ځمکو په غصب تورن دی، د نظر په تر لاسه کولو بریالي نه شوو.

Trending

Exit mobile version