تازه خبرونه

د ښځو او ماشومانو په اړه يو لړ تصويب شوي قوانين له تبعيضه ډك دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مدني ټولنې يو شمېر فعالانو او د افغان ښځو ټولنې د ملي شورا او په ځانگړي توگه د ولسي جرگي لخوا د يو شمېر قوانينو د تصويب په اړه اندېښنه وښوده او په ملي شورا يې نيوكه وكړه، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون تصويب نه كړ.

د افغانو ښځو د ټولني غړې مسيحه فايق وايي، په ملي شورا او ولايتي شوراگانو كې د ښځو ونډه لږ او د ماشومانو د سرپرستۍ په برخه كې يې دا موارد تصويب كړي، چې ماشومانو ته ستونزې پيدا كوي.

نوموړې زياتوي، د دغو قوانينو په اړه بايد له سره كتنه وشي.

د ولسي جرگي غړې زهرا نادري يادې ستونزي مني او وايي، چي ډېري تصويب شوي قوانين له ستونزو ډك او رونټيا نه لري؛ خو د مدني ټولنې او ښځو له حقونو څخه د دفاع په بنسټونو هم نيوكه كوي، چې په دې برخه كې يې پخپل وخت غږ نه دى پورته كړى.

د افغان ښځو ټولنې له ولسمشر حامد كرزي او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چي د هر راز تاو تريخوالي او بي عدالتۍ په وړاندي لازم تدابير ونيسسي او د داسې قوانينو د جوړيدو مخه ونيسي، چي له اساسي قانون سره په ټكر كي دي.

Trending

Exit mobile version