سیمه ییز خبرونه

د ښځو دوه ورځينۍ ملي كنفرانس په مزار شريف كې جوړ شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دغه كنفرانس موخه په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو كې د ښځو د ګډون لپاره د يو مسودې او ستراتېژۍ جوړول ښودل شوي دي.

د ښځو د ستونزو د څېړلو په موخه او د سولې په بهير كې ښځو ته د ډېرې ونډې د وركولو په موخه د ښځو دوه ورځينۍ ملي كنفرانس په مزار شريف كې جوړ شو.

د كنفرانس ګډونوالې مېرمنې وايي، ښځې نيمه ټولنه جوړوي او بايد په ټولو برخو كې ورته ونډه وركړل شي.

يوه ګډونواله مزارۍ صفا وايي، چې په تېرو لسو كلونو كې ښځو ډېرې لاسته راوړنې درلودې د ۲۰۱۴ كال په راتلو سره دغه لاسته راوړنې له مېنځه ولاړې نه شي.

همدا راز د ښځو د حقوقو يوه فعاله فوزيه نوابي وايي، د ښځو پر وړاندې يو لړ ستونزې شته دي له امله يې ښځې نه دي توانېدلي تر څو د سولې په بهير كې ګډون وكړي.

نوموړې همدارنګه زیاتوي، چې د ورته غونډو په جوړولو سره غواړي تر څو د سولې په بهير كې ډېر ګډون ولري او له خپلو حقوقو دفاع وكړي.

په دې ورستيو كې چارواكي هڅه كوي تر څو د بېلابېلو پروګرامونو په جوړولو سره ښځې له خپلو حقونو څخه خبرې كړي.

د مدني ټولني او د ښځو د حقونو يو شمېر فعالان په دې باور دي، چې ښځو ته بايد به ټولو برخو كې لا زيات ګډون وركړل شي.

Trending

Exit mobile version