تازه خبرونه
د ښځو د حقونو موضوع د رسمیت پېژندنې پر بهیر اغېز کړی – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي، چې د پوهنې او کار په ډګر کې د ښځو د حقونو په اړه ځینې داخلي ستونزې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پر بهیر او د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو اغېز لري.
د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، چې د پوهنې او کار په ډګر کې د ښځو د حقوقو اړوند ځينې داخلي مسايل له نړيوالې ټولنې سره د خبرو اترو او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پر بهیر اغېز کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي، چې د پوهنې او کار په ډګر کې د ښځو د حقونو په اړه ځینې داخلي ستونزې له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پر بهیر او د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو اغېز لري.
امیرخان متقی وایي: په بهرنۍ پالیسۍ او ډیپلوماسۍ کې پرمختګونه لکه د سفارتونو د فعالیتونو دوام؛ خو په طبیعي توګه ځینې ستونزې هم شته، چې د بېلابېلو هېوادونو په سیاسي دریځونو پورې اړه لري.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي له بي بي سي سره د مرکې پر مهال ویلي؛ اسلامي امارت په بهرنۍ پالیسۍ او ډیپلوماسۍ کې پرمختګ کړی دی. اوسمهال له هېواده بهر د سفارتونو استازولۍ فعالې دي؛ خو طبیعي ده، چې ځینې ستونزې شته، چې د بېلابېلو هېوادونو پر سیاسي دریځونو پورې اړه لري. امیرخان متقي ویلي؛ د پوهنې، کار او بشري حقونو په برخه کې د ښځو د حقونو په تړاو ځینو کورنیو مسایلو له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پر بهیر خپل اغېز کړی او دغه بهیر یې ورو کړی دی.
امیر خان متقی زیاته کړې، چې ځینو هېوادونو ورسره عملي تعامل پیل کړی او هیله لري، چې غربي هېوادونه به هم له اسلامي امارت سره عملي تعامل ته داخل شي. هغه پر هغو هېوادونو هم نیوکه کوي، چې د قونسلګرۍ په خدمتونو کې یې خنډونه رامنځته کړي او له بشري حقونو سرغړونه کوي.
د بهرنیو چارو چارسمبالي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو او د بګرام پوځي اډې ته د راستنېدو په اړه د امریکا د ولسمشرۍ د نوماند ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.
ویل کیږي، چې يو شمېر سفارتونه او قونسلګرۍ، چې له کابل څخه امر نه اخلي دا ځایونه د فساد مرکزونه بلل کیږي او له همدې کبله د دغو سفارتونو اسناد باطل او نه منل کیږي.
