تازه خبرونه
د ښځو د حقونو په اړه د امنیت شورا اندېښنه بې ځایه ده – اسلامي امارت
اسلامي امارت د ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو اعلامیه رد کړې او څرګندوي، چې پر افغان میرمنو د محدودیتونو لګولو په اړه د امنیت شورا اندېښنه بې بنسټه او د ټولنې له واقعیتونو سره اړخ نه لګوي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ د غبرګولې شپږمه د ښځو د حجاب او اړوند حقونو په اړه د ملګرو ملتونو څرګند شوی راپور رد کړ او په ډاګه کوي، چې د افغان ښځو د حقوقو په اړه د امنيت شورا په اعلاميې کې ذکر شوې اندېښنې له واقعيته لرې دي او د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقوقو د تأمین په برخه کې پخپله ژمنه یو ځل بیا ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې پر ورځ د غبرګولي درېیمه) د رایو پر اکثریت له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو او افغان میرمنو پر وړاندې محدود کوونکي سیاستونه سمدستي ودروي.
اسلامي امارت له نړۍ ووغوښتي، چې د افغانستان د خلکو دیني او فرهنګي ارزښتونو ته دې درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکی ریچارد بینیټ په افغانستان کې خپل ۱۱ ورځنی سفر پای ته رسولی او له نږدې یې له بشري حقونو سرغړونې لېدلې دي.
