تازه خبرونه

د ښځو د ظرفیتونو لوړولو لپاره یو انستیتوت جوړوو- غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن شنبه(د لړم۱۷) ولسمشر غني د کورنیو او بهرنیو میلمنو په گډون د دوه سوه میلیون دالرو په ارزښت د ښځو لپاره د ځواکمنۍ پروگرام (پروموت) پرانسته وکړه.

دا په تېرو دیارلس کلونو کې د افغان میرمنو لپاره ترټولو ستر پروگرام دی، چې د امریکا د پراختیايي ادارې په مالي مرسته پیل شو او له پېنځه اویا زره ډېرې( له ۱۸ څخه تر ۳۰ کلونو عمر لرونکې) ښځې تر خپل روزنیز پوښښ لاندې راولي.

ولسمشر غني په دې ناسته کې وویل، پر یوې ښځې پانگونه پېنځه نسله بدلوي.

د نوموړي په وینا؛ افغان میرمنو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم خپله اتلواله وښودله.

همدا راز هغه د ښځو د رغنده کاري رهبرۍ په اړه وویل: مونږ د ښځو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره یو انستیتوت هم جوړوو.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغانان حاضر دي، چې د هر دالر حساب وړاندې کړي.

د نوموړي په باور نړیواله مرسته د افغانانو کاري پاملرنه او په لگولو کې یې کاري وړتیا غوايِ.

په دې ناسته کې د امریکا سفیر په ډاگه کړه، چېافغان ښځو دغه پروگرام ته د ۲۰۰ میلیون دالرو مرسته خپله کړه او دا یې په تېرو دیارلس کلونو کې د یو اس آی دي ستر پروگرام ونوماوه.

دغه راز د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د یو ویدیوي کنفرانس له لارې افغان ښځو ته د دغه پرو گرام د پیل مبارکي وړاندې کړه او د افغانستان راتلونکی یې امیدواره کوونکی وښود.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه به میرمنې په سیاسي رهبرۍ، مدیریت او نورو دندو کې وروزي او کاري زمینې به ورته برابرې کړي.

Trending

Exit mobile version