تازه خبرونه

د ښځو د عفت، وقار او شرعي حقونو ساتنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی – مجاهد

به گفته آقای مجاهد، اکنون زنان افغان از نگاه فزیکی و روانی در مصئونیت کامل زندگی می‌کنند و از هرگونه خشونت در برابر زنان جلوگیری شده است.

Published

on

Last Updated on: کب ۱۹, ۱۴۰۳

د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د “ښځو د عفت، وقار او دیني حقونو” ساتنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

ذبیح الله مجاهد دا خبره د شنبې پر ورځ( د مارچ  اتمه) د ښځو د نړیوالې ورځې پر مناسبت په ایکس پاڼه کې لیکلې ده.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ افغان ښځې اوس په بشپړ فزیکي او رواني خوندیتوب کې ژوند کوي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه نیول شوې ده.

مجاهد زیاته کړې: “هیڅوک نشي کولی د ښځو حقونه زیانمن کړي او په سپکه سترګه ورته وګوري.”

هغه وایي: “د اسلامي امارت محکمې او نورې اړوند ادارې مکلفې دي، چې د ښځو د حقونو د تامین لپاره هره هڅه وکړي؛ د واده حقونه یې ډاډمن کړي، د مهر او میراث حقونه ورته خوندي او له ټولو حقونو څارنه او ساتنه وکړي.”

هغه دغه راز زیاته کړې: “د افغان ښځو اساسي حقونه د اسلامي شریعت او د افغان ټولنې د کلتور او دودونو په چوکاټ کې تضمین شوي دي. دا باید هېره نشي، چې مونږ په یوه اسلامي او افغان ټولنه کې د افغان ښځو د حقونو په اړه بحث کوو؛ دا د لویدیځې ټولنې او د دوی له کلتور سره څرګند توپیر لري، چې باید د محاسبې پرمهال په پام کې ونیول شي.”

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د دې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي؛ پر ښځو او نجونو پانګونه وکړي، چې “د یو سوکاله او ټول شموله افغانستان کیلي ده.”

دغه راز یادونه شوې، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د زدکړې، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې له خپلو حقونو څخه محرومې دي او دا محدودیتونه نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي؛ د بې‌وزلۍ ساحه پراخوي او په میلیونونه خلک بېلوي.

Trending

Exit mobile version