تازه خبرونه

د ښځو له مشورې پرته سوله له جنګ نه خطرناکه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ښځو د حقونو ځینې فعالان او د ملي شورا غړي وایي، ښځې د سولې د خبرو په اړه په جریان کې نه دي او زیاتوي چې د دوی له مشورې پرته سوله به له اوسنۍ جګړې خطرناکه وي.

دوی په حکومت د نیوکې تر څنګ یادونه کوي چې که څه هم سوله د افغانانو اساسي اړتیا ده؛ خو اندیښنه لري چې د سولې خبرې د ښځو په برخه کې د دیارلسوکلونو لاسته راوړنې له منځه یونسي.

وروسته له دې چې افغان حکومت ټینګار وکړ چې د سولې خبرې به ژر پیلیږي، او ښه پایله به ولري، د دغې مسالې په تړاو بیلابیل غبرګونونه وښودل شول.

ولسمشر غني په همدې اړه له سیاسي، جهادي شخصیتونو او د بیلابیلو ګوندونو له غړو او مسولینو سره خبرې وکړې؛ خو د ښځو د حقونو ځینې فعالان وایي، دوي د دغو خبرو په تړاو جریان کې نه دي اچول شوي او دا د اندیښنې وړ مساله ده.

دوی همدا راز اندیښنه لري چې که د سولې خبرې په همدې توګه په مبهم ډول او د ښځو رول ته له پام پرته پر مخ ولاړې شي، کومه سوله چې راځي، له اوسني جنګ به هم خطرناکه وي.

د ښځو د حقونو دغه فعالان ټینګار کوي چې د سولې خبرو کې باید د ښځو په برخه کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې زیانمنې نه شي.

د افغان حکومت چارواکو مخکې له دې ویلي وو چې د سولې خبرې به د ۱۳ کلونو د لاسته راوړنو د له منځه تلو سبب نه شي.

خبریال:حمید صدیقی

Trending

Exit mobile version