تازه خبرونه

د ښځو له نړیوالې ورځې څخه د بیات په رسنیز مرکز کې لمانځنه وشوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آریانا او آریانا نیوز نړیوالې شبکې او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له خوا د مارچ اتمه نیټه ولمانځل شوه.

د دغه غونډې ویناوال ټینګار کوي چې د ورستیو څو کلونو مرستې د ښځو په ژوند کې هیڅ بدلون ندی راوستی او لا تر اوسه هم له تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت او د آریانا او آریانا نیوز نړیوالو ټلویزیونونو له خوا دلته له دوو سوو زیاتو کارکوونکو لپاره د ګلانو ګیډۍ او نقدې پیسې ورکړل شو.

د ښځې له نړیوالې ورځېیا د مارچ له اتمې په داسې حال کې لمانځنه کیږي چې اوس هم دښځو پر وړاندې د هیواد په ګوټګوټ ستونزې شتون لري.

د دې غونډې ویناوال وایي میرمنې کولای شي د هیواد په پرمختګ کې فعاله ونډه ولري او باید له دې قوې قشر نه په بیلابیلو برخو کېګټه تر لاسه شي

له بلې خوا ګډون کوونکي ټینګار کوي چېښځو ته په چارو کې په سنبولیکه توګه کتل کیږي او باید دا قشر خپل واقعي ځای پیدا کړي.

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده او یا د نړۍ له ښځو سره د پیوستون د ورځې په نامه نومول شوې ده.

دا ورځ د ښځو په وړاندې د تبعیض خلاف د سیاسي او ټولنیزې مبارزې تاريخي ورځ ده.

هر کال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې په میلیونونو ښځې او نرینه د غه ورځ نمانځي.

له دې سره سره نږدې سل کاله کیږي، چې په سیاسي، ټولنیزو، حقوقي، اقتصادي، کورنیو حقوقو او داسې نورو برخو کې، چې په نړۍ کې د ښځو په وړاندې تعصب روان دی پرله پسې مبارزه کيږي؛ خو بیا هم د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د ښځو په وړاندې په مختلفو برخو کې تبعیض او تعصب شته دی.

د ښځو چارو وزارت وايي، سږ کال د مارچ له اتمې د گڼو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه کوو.

افغانان دا ورځ په داسي حال کې نمانځي، چې د تېرو دیارلس کلونو په تېریدو اوس هم افغان میرمنې له زیاتو ستونزو او تاوتریخوالو سره مخ دي.

له بل لوري د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چي افغان میرمنې خپلو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې له گڼو ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کی له دی ورځې څخه په داسی حال کی نمانځنه کیږي، چی د دې هېواد ښځی کوم حقوق، چې اسلامي قانون- بشري او مدني قوانينو ښخو ته ورکړي، تر اوسه ترېبې برخې ده. په تېره بیا په ليریو پرتو سيمو کې تر اوسه هم ښځې له خپلو بنیادي حقونو بې برخې پاتې دي.

Trending

Exit mobile version