تازه خبرونه

د ښځو له ګډون پرته د سولې خبرې بریالۍ ندي- بریتانیا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۹, ۱۳۹۹)

بریتانیا خبرداری ورکوي، چې د ښځو له ګډون پرته به د سولې خبرې بریالۍ نه وي.

په کابل کې د بریتانیا سفارت په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له بنسټونو او هېوادونو غوښتي، چې د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لومړنۍ پرېکړې له شلمې کلیزې مخکې په سوله او امنیت کې د ښځو ونډه، هڅې او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي ته پام راواړوي او د خوندیتوب زمینه ورته برابره کړي.

د منځني ختیځ لپاره د بریتانیا د دولت وزیر جیمز کلیوري ملګرو ملتونو ته په مجازی وینا کې څرګنده کړې: مونږ پوهیږو؛ هر وخت، چې میرمنې د خبرو میز ته ناستې دي، نو د سولې خبرو د ناکامۍ شونتیا هم ورسره لږ شوې ده. له همدې کبله ۲۰ کاله مخکې په ملګرو ملتونو کې هر هېواد د سولې په بحث کې د ښځو برخې اخیستنې ته نه یوازې ژمن شو، بلکې د ونډې پر ډېریدو هې هم ټینګار وشو.

نوموړي زیاته کړې: له دې سره سره د ښځو د ګډون کچه اوس هم ټیټه ده او څومره، چې میرمنې دغه بهیر ته وردانګي؛ هومره یې پروړاندې ګواښونه ډېریږي.

هغه څرګنده کړې: اوس؛ نو د نړۍ مشران باید خپلې ژمنې پلې کړي او د بریتانیا تر مشرۍ لاندې، چې د دغې هڅې په لومړۍ لیکه کې د میرمنو لپاره مشورې ترسره کوي، ځانونه چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د میرمنو او د بهرنیو اړیکو د شورا د څېړنې له مخې: کله، چې میرمنو د سولې په خبرو کې د پام وړ رول لوبولی؛ نو ورسره د هوکړو د ماتیدو چانس ۶۴ سلنې ته راټیټ شوی او تړونونو هم لږ تر لږه ۱۵ کاله ټینګ پاتې شوي دي. سره له دې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ میرمنې د سولې په ټولو لویو بهیرونو کې یوازې ۲ سلنه منځګړې، ۸ سلنه خبرې کوونکې او ۵ سلنه د لیدونکیو، شاهدانو او لاسلیک کونکيو په توګه پاتې شوې دي.

د برتانیا سفارت څرګنده کړې: کلیورلي د ملګرو ملتونو د ښځو منځګړیتوب شبکې، چې د ۵۰ غړیو خپلواکه شبکه ده؛ د نوي میلیون دالرو مرستې ژمنه کړې، چې د سولې په بهیر کې د میرمنو ګډون ته د انګلستان دوامداره ژمنتیا په ډاګه کړي. دا د نړۍ منځګړې دي، چې د پخلاینې سرچینې ډاډمنوي.

دغه راز په ډاګه شوې: د دغه مالي ملاتړ له لارې به میرمنې، چې د سولې خبرو په لومړي سر کې دي، د سولې په بهیر کې د پراخ ګډون لپاره روزنې، مشورې او سرچینې چمتو کوي، چې د ملګرو ملتونو په ګډون د خبرو اترو په ټولو کچو کې له ښځو سره مشوره وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه هېواد په جنګ ځپلیو هېوادونو لکه افغانستان او نایجریا کې پر میشتو میرمنو او نجونو د ویروس د اغېزو څېړنې ته ۲۵۰۰۰ پونده مرسته هم اعلان کړې ده.

Trending

Exit mobile version