تازه خبرونه

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۱ سلنه لږ شوی – د بشري حقونو کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۶) په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه لږ شوی دی.

د دوی د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۰ کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ښځو پروړاندې د تاو تریخوالي ۳۴۷۷ پېښې ثبت شوې دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې په ۲۰۱۹ کال کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۳۹۱۰ پېښې ثبت شوې وې، چې د روان کال د شمېر په پرتله ۱۱ سلنه لږوالی ښیي.

د بشري حقونو کمیسیون څرګنده کړې، چې دغه لږوالی کېدی شي د بېلابېلو فاکتورونو؛ عدلي او قضایي بنسټونو ته د میرمنو د نه لاسرسي، په هېواد کې د ناامنیو خپریدل او پر تګ راتګ محدودیتونه له کبله وي.

دا په داسې حال کې ده، چې  د ښځو چارو وزارت چارواکو پرون ویلي وه، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په ټول هې واد کې ډېر شوی دی.

Trending

Exit mobile version