تازه خبرونه

د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت فرمانونه افغانستان پر بهرنیو مرستو متکي ساتي – رینا امیري

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۳)

د امریکا استازې رینا امیري ويلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت فرمانونه افغانستان بېوزله او پر بهرنیو مرستو متکي او افغان کورنۍ له خپل هېواده وتلو ته اړ کوي.

رینا امیري، چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ده په ایکس پاڼه کې لیکي: د خواشینۍ ځای دی، چې د یو کال لپاره بیا د ښوونځیو دروازې له ۱۲ کلونو څخه د پورته افغان نجونو له ګډون پرته خلاصیږي. نړۍ د طالبانو (اسلامي امارت) د “هغو مخربو فرمانونو” د لغوه کولو له غوښتنې ملاتړ کوي، چې له ۵۰ سلنې څخه د ډېرو وګړیو وړتیاوې له منځه وړي.

امیري ټینګار کړی، چې له سل کلونو راپدیخوا د ټولو افغانانو لپاره د زده‌کړو رسمي سیسټم شته او دغه سیسټم هیڅ بدیل نه‌لري.

دا د زده‌کړو درېیم کال دی، چې په افغانستان کې ښوونځي له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو له شتون پرته پیلیږي.

له دې مخکې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي وه، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت د فرمانونو له کبله افغانستان هر کال له یو میلیارډ ډالرو څخه ډېر زیان ویني.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو ټینګار کړی، چې له شریعت سره سم د ښځو او نجونو د حقونو خوندي کولو ته ژمن دی.

Trending

Exit mobile version