سیمه ییز خبرونه

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په تور شل تنه په اعدام محکوم شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ستره محکمه وایی، چی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په رڼا کی شل کسان د اعدامیانو په لیست کی شامل دي د شپږو کسانو په اړه د اعدام پرېکړه شوې او د پاتې نورو دوسیی تر کار لاندی دی، ترڅو د ولسمشر لخوا توشېح شي.

د ښځو چارو وزارت، لوی څارنوالی او کورنیو چارو وزارت په ۱۳۹۱ کال کی له د ۳۲ ولایتونو څخه د ښځو پر وړاندی د تاوتريخوالي ۴۵۰۵ قضیی ثبت کړې دي.

قضاوت پوه امرالله ابدالي د سترې محکمې د تفتیش قضایی رئیس وائي، چی د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۵۴۳ قضیی دوی ته رسېدلي، چی په اړه یی پرېکړې شوي دي یوازی ۱۱۰ قضیی تر کار لاندې دي.

هغه وویل، چی په دې ډله کې د لسو ولایتونو څخه شل کسان د اعدام په لیست کی شامل دي، چی د شيږ اعدامیانو په اړه پرېکړه نهایی شوی ده.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې سعیدې مژګان مصطفوي وویل، چی له دی ۴۵۰۵ ثپت شویو قضیو څخه، چی د هېواد له ۳۲ ولایتونو څخه راټولې شوې دي، په کابل کې یوويشت عشاریه اته، هرات څورلس عشاریه نهه، تخار اووه عشاریه پنځه، بلخ پنځه عشاریه دوه او کاپیسا څلور عشاریه اته د ښځو پر وړاندی د تاوتريخوالي په لوړه کچه کې ځای لري.

نوموړي هغه رپوټونه رد کړل، چی د ښځو پر وړاندی تاوترېخوالی په سلو کی شل زیات شوی، خو هغه منی چی تر سره شوي تاوتریخوالي ډېر زړه بوږنونکی دی، چی ان د ښځو پزی او شونډې پری شوې دی.

د ښځو چاروزارت مرستیالې په وېنا یوازې څلوېښټ عشاریه پنځه په سلو کې تر سره شوي تاو تریخوالي د ښځو وهل ډبول، ناوړه چلند، توهین، اجباري ودونه او داسې نور مسایل دي.

Trending

Exit mobile version