سیمه ییز خبرونه

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرى عاملين غېر مسئول وسله وال كسان دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي د بشري حقونو د كميسيون اندېښنې پارولي دي. دغه كميسيون وايي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرى عاملين غېر مسئول وسله وال كسان دي او امنيتي ځواكونه بايد د دغو كسانو د بې وسلې كولو په موخه عمليات تر سره كړي.

د بشري حقونو د خپلواك كميسيون وياند رفيع الله بيدار وایي، يو شمېر نارينه له دې بې خبره دي، چې ښځې او نارينه يو ډول حقوق لري، دوى ښځې وهې ټكوي، نه يې پرېږدې تر څو زده كړې وكړي، له ښځو څخه د جنسي خواهشاتو په پوره كولو كې كار اخلي او هغه ډول، چې په كار ده ورته درناوى نه كوي.

ډېره مو هڅه وكړه تر څو دا ښكاره كړو، چې ولې د ښځو سره تاوتريخوالى كېږي.

بېلابېل ځوابونه مو پېدا كړل څوك وايي، فقر، څوك وايي بې سوادې او څوك هم وايي، چې د جګړو دوام د ښځو سره د تاوتريخوالي اصلي لاملونه دي.

رفیع الله بېدار همدارنګه وایي، دا لاملونه بايد څوك له مېنځه يوسې؟ څوك بايد د فقر او بې سوادۍ سره مبارزه وكړي، څوك بايد د نورو د عبرت لپاره د تاوتريخوالي عاملين مجازات كړي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وایي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي سره مبارزه د افغانستان د پوليسو د دندو په لومړيتوب كې ده.

څو اوونۍ وړاندې ځينو كسانو، چې ځانونه يې قومي مشران ګڼل صفي الله او د مريم په نوم دوه ځوانان يې د كور څخه د تښتېدو په تور په يوې سحرايې محمكه په ډزو ووژل او څو ورځې وړاندې د زرمينې په نوم يو مېرمن د خپل خاوند له خوا په تېشه ووهل شوه ووژل شوه.

په هرات كې د ستارې په نوم د يوې مېرمنې شونډې او پوزه د خاوند له خوا پرې كړاى شول.

افغان دولت ستاره د درملنې لپاره تركيې ته لېږلى ده، خو پوښتنه دا ده، چې ايا د ښځو سره د تاوتريخوالي وروستۍ پېښه ده او كه دا لړى اوس هم روانه ده؟

د يادولو وړ ده، چې د سې شنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۶ ) هم يوه كس خپله مېرمن په تبر ووهله او ويې وژله خو ولې؟ د دغو زړه بوګنونكو پېښو په باب اوس هم ډېرې پوښتې بې ځوابه پاته دي.

Trending

Exit mobile version