سیمه ییز خبرونه

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون سياسي شوى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون پر سر د ولسي جرگې غړي په دوه ډلو وېشل شوي او دواړه لوري په خپلو موقفونو ټینگار کوي.

ولسي جرگې ته له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي د قانون له ليږل كيدو سره په حكومتي او مدني غونډو كې د دغه قانون په اړه تاوده بحثونه روان دي.

یو شمېر وکیلان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون ځینې مادې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بولي او ځینې بیا دا خبره ردوي او د قانون د تصویبیدو غوښتنه کوي.

د وکیلانو ترمنځ دغه لفظي مخالفتونه وروسته له هغې پيدا شوي، چې د تېرې شنبې په ورځ(د غويى ۲۸) ولسي جرگې دغه قانون تصویب نه کړ او یوه ځانگړي کمیسیون ته ولیږل شو، چې زیات بحث پرې وشي.

د ولسي جرگې غړى عبدالرحمن رحماني د جرگې په عمومي اجندا كې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي  قانون شاملول يوه سياسي هڅه بولي او وايي، چې پايله به يې ترينگلې وي.

د ولسي جرگې غړی عبدالرحمان رحماني ادعا وکړه، چې د دې قانون تر شا ځینې بهرنیان ولاړ دي.

د ولسي جرگې غړې فرخنده زهرا نادري وایي، چې دغه  قانون د مرد سالارۍ له نيوكو سره مخ شوى دى.

د ولسي جرگې غړى زلمى فايز او سيما جوينده وويل، چې ولسي جرگې د ولسمشر فرمان  او د افغانستان د عالمانو نظر بې ارزښته وباله او دا قانون يې تصويب نه كړ.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون، په ۱۳۸۸ ل کال کې د جمهور ريیس حامد کرزي له لاسلیک وروسته د یوه تقنیني فرمان په بڼه نافذ او درې کاله کیږي، چې له مخې یې اجراات کیږي.

Trending

Exit mobile version