سیمه ییز خبرونه
د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي عوامل دې و موندل شي
د ښځو چارو وزارت وايي:
څو پورې، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي عوامل ونه موندل شي، په وړاندې به يې د زور زياتي پېښې له منځه ولاړې نه شي.
په دې وروستيو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي؛ خو هڅه بايد وشي، چې د ښځو په وړاندې د زورزياتي پيښې لږ او عوامل يې له منځه ولاړشي.
په كابل كې د ملگرو ملتونو سياسي څانگه وايي:
د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره ملي او همغږې كړنلارې ته اړتيا ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون د ښځو په وړاندې د زورزياتې د پېښو پرزياتوالي اندېښنه ښكاره كړه او وايي، چې:
د روان كال په اووه لومړيو مياشتو كې په دې كميسيون كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څلور زره پېښې ثبت شوې دي.
د نوامبر۲۵ د ملگرو ملتونو د سازمان له خوا د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په توگه نومول شوې ده. د دې سازمان د شمېرنې پربنسټ، ښځې په نړۍ كې هره ورځ د تاوتريخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ دي او افغانستان هم هغه هېواد دى، چې په كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې شتون لري.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون د ښځو د حقونو ملاتړ او پراختيا څانگې كميشنره ثريا صبحرنگ د روان كال په اووه مياشتو كې د ښځو په وړاندې په سلو كې د ۲۸ پېښوپر رامنځته كيدو اندېښنه وښوده او څرگنده يې كړه:
په دې موده كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي له څلور زره ډېرې پېښې په كميسيون كې ثبت شوي دي. په داسې حال كې، چې تېركال په ټولو دولس مياشتو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي درې زره پېښې ثبت شوې وې.
بېوزلي، د لوست ټيټه كچه، له اسلامي ارزښتونو بې خبري او د تېرو درې لسيزو جگړو اغېزې له اساسي علتونو څخه دي، چې د ښځو چارو وزارت يې د ښځو په وړاندې د زور زياتې د پېښو د زياتوالي لامل بولي.
د ښځو چارو وزيره حسن بانوغضنفر كه څه هم د ښځو په وړاندې د زور زياتې د پېښو په اړه كره شمېرنې نه وړاندې كوي، خو د ښځو په وړاندې د زور زياتي د بېلابېلو پيښو پر ډېروالي اندېښنه ښيي.
د يوناما ويانده نيلاب مبارز وايي:
په دې وروستيو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتيدا دې كچې ته رسيدلې، چې اوس ملگري ملتونه افغان حكومت ته وړانديز كوي، چې د دې تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره يوه همغږي او ملي كړنلاره خپله كړي.
د امنيتي ځواكونو له خوا د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د عاملينو نه نيونه هغه مساله ده، چې تل يې د ښځو د مدافع بنسټونو نيوكې را پارولي دي.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:
دغو ننگونو ته د لاسرسي په خاطر يو لړ پروگرامونه ترلاس لاندې دي.
د علومو د اكاډمۍ غړى عبدالولي بصيرت وايي:
له دې ټولو سره سره اوس د ښځو د حقونو فعالان هڅه كوي، چې خلكو ته د ښځو مقام د اسلام په مبارك دين كې څرگند او روښان كړي.
د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې تازه مساله نه ده، بلكې له څو كلونو را په ديخوا د افغانستان په ډېرو سيمو كې ښځې له دې ستونزې سره مخ دي.
ځينې كارپوهان اټكل كوي، چې ممكن له ۲۰۱۴ ز.كال وروسته كله، چې نړيوال ځواكونه له افغانستان څخه وځي، د ښځو په وړاندې به د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شي.