تازه خبرونه

د ښځو چارو وزارت، په ټاكنو كې د ښځو پراخ گډون وستايه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ښځو چارو وزارت وايي، په تاكنو كې ښځو په پراخ حضور سره د خپل سياسي مشاركت او خپلو حقونو ته د رسيدو لپاره په زړه پورې زمينه برابره كړه.

د ښځو چارو وزيره حسن بانو غضنفر د ټاكنو له بهيره خوښي ښكاره كوي او په ځينو تيمونو كې د مرستيالانو په توگه د ښځو حضور هغه لامل بولي، چې ښځې يي په ټاكنيز بهير كې پراخ گډون ته وهڅولې.

نوموړې په ټاكنيزو تيمونو كې د ښځينه مرستيالانو( د زلمي رسول دوه يمه مرستياله حبيبه سرابي، د هدايت امين ارسلا دوه يمه مرستياله صفيه صديقي او د داود سلطان زوى دوه يمه مرستياله كاظمه محقق سادات) له حضور او د ښځو د سياسي مشاركت د تمثيل له كبله د يوې غونډې په ترڅ كې ستاينه وكړه.

د زلمي رسول دوه يمې مرستيالې حبيبه سرابي او د هدايت امين ارسلا دوه يمې مرستيالې صفيه صديقي وويل، چې په ټاكنيزو تيمونو كې د ښڅو حضور ښځې ټاكنو ته وهڅولې.

د افغان ښځو شبكې اجرايوي رييسه حسينه ساپۍ وايي، چې ښځو په تحليل او فكر په تاكنو كې گډون وكړ او خپله رايه يي وكاروله.

د وري د ۱۶ په ټاكنو كې اووه نيم ميليون افغانانو گډون كړى، چې شپږ دېرش په سلو كې يي ښځې وې.

Trending

Exit mobile version