پرمختګ او بشپړتیا
د ښځو چارو وزارت د سترې محکمې په مرسته د نکاح خط ويشلو پروگرام پیل کړ
د ښځو چارو وزارت ددغو ستونزو د اوارولو په موخه د سترېمحکمېپه همکارۍ ښځو ته د نکاح خط د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.
د ښځو چارو وزیرهدلبر نظري وایي؛ مونږ د ښځو پهوړاندېد تاوتریخوالي د مخنیوی له پاره بل گام هم پورته کړ،چې د شرعي نکاخ خط ثبت او راجستر دي.
د هغې په وینا؛ له دي سره به ښځي له خپل میراث څخه هم نه بېبرخیی کیږي.
ستره محکمه د زوجینو ترمنځ د شرعې نکاح خط لرل ډېر مهم او گټور بولي او وايي، چې ښځي کولی شي، چې اسلام ورکړی حق په پام کې ونیسي اوترې بې برخې نه شي.
د سترې محکمې د اسنادو او وثایقو د ثبت رییس صدیق الله حقیق وایي؛ هغه خور،چې پوزه يېپرېشوې، پیغمبر ۱۴سوه کاله وړاندي ویلي وه،چې د ښځو د حقوقو په اړه له الله پاکهوډار شئ. ښځه هغه څوک ده،چې پریو لاس زانگو زنگوي او پر بل لاس نړۍ.
اجباری ودونه، بدل، په بدو کې د نجونو ورکړه او په کم عمر کې ودونه د تاوتریخوالی مهم لاملونه بلل شوي، چې له کبله یې ښځې له راز راز ستونزو او تاوتریخوالی سره مخ کیږی. ان، چېپه یو لړ مواردو کې یې د بدن غړي پرېکیږياو صحرای حکمهم پرې ترسرهکیږي.
خبریال: عبدالعزیز کریمي.