تازه خبرونه

د ښځو د بکارت معلومولو طبي کتنې اخلاقي او قانوني بنسټ نلري- سیما سمر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي؛ د ښځو د بکارت معلومولو هر ډول طبي کتنې(معاینات) قانوني او اخلاقي بنسټ نلري او له سپکاوي ډک عمل ګڼل کیږي.

په افغان ټولنه کې د هلک او جینۍ له واده د مخه ځينې کورنۍ ټینګار کوي، چې د خپلې راتلونکې ناوې د بکارت طبي کتنه تر سره کړي. زیاتره وخت هغه نجونې دې کتنې ته اړ کیږي، چې د بې لارۍ شک او ګومان پرې شوی وي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه ډول طبي کتنې قانوني نه بولي او وايي، چې علمي او طبي بنسټ هم نلري؛ خو په خواشینۍ، چې په دې وروستیو کې یې په خلکو کې رواج موندلی دی.

 د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ريیسه سیما سمر وایي،  د بد اخلاقۍ وده او پراختیا مو موخه نه ده. دلته موخه انساني کرامت ته درناوی دی، چې باید په ټولنه کې خوندي وي.

د افغانستان د عدلي علومو د موسسې مسوولین په ډاګه کوي، چې خلک او دولت دواړه د بکارت پرده د نجونو د پاکوالي معیار بولي، چې په وینا یې هیڅ علمي بنسټ نلري.

د افغانستان د عدلي علومو د موسسې رييس اشرف بختیار څرګنده کړې، چې  خلک د ښځو پاکوالي ته بکارت معیار بولي او دولت هم د دوی د براعت لپاره دا ټینګاروړاندې کوي، چې که باکره وي؛ مجرمه نده او که نوي، نو بیا مجرمه ده.

د بشري حقونو او د ښځو مدافع بنسټونه وايي، چې په افغان ټولنه کې نه یوازې میرمنې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، بلکې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیې یې هم جديت نلري او له عاملینو سره یې قانوني چلند نه کیږي.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version