تازه خبرونه
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جرم دی- ولسمشر غني
ولسمشر اشرف غني دا هم په ډاګه کړه، چې د ولسمشر لومړنۍ دنده د اساسي قانون پلي کول دي. د هغه په وینا د امنیتي بنسټونو او پولیسو دنده د جرم کشف او په ډاګه کول او د څارنوالانو او محکمې دنده د قانون پلي کول دي.
هغه د قانون د پلي کیدو او عدالت د خوندي کولو په اړه څرګنده کړې، چې یو هېواد او خلکو ته ژمن قاضي او څارنوال د عدالت بنسټیز رکن دی.
ولسمشر اشرف غني وایي، نن د هېواد په ټولو ولایتونو کې ښځینه څارنوالانې او قاضیانې لرو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ د خپل مسوولیت الهام له نبوي سیرته اخیستی او حضرت محمد (ص) هیڅکله پر ښځو لاس ندی پورته کړی.
هغه دا هم ویلي، چې ښځې باید نه یوازې خپل حقونه پخپله وغواړي، بلکې د نرینه وو هم خوندي کړي.
ولسمشر غني دغه راز له ځوانانو او پېغلو وغوښتل، چې په بهر کې د کډوالۍ د غوښتنې لپاره د افغانستان د خلکو حیثیت ته زیان مه رسوئ.
د لیندۍ ۴، چې د نومبر له ۲۵ سره برابره ده؛ په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره د خلکو د پوهاوي د زیاتیدو په خاطر ۱۶ ورځنی کمباین پیل شو.