لوبی
د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې غړي له افغانستان څخه پاکستان ته ورسیدل
د پاکستان چارواکو نن چارشنبه د وږي ۲۴ / د سپټمبر ۱۵ ډاډ څرګنده کړې، چې د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې غړي اسلام آباد ته رارسیدلي دي.
د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې غړي پرون د تورخم له دروازې اوښتي دي.
د پاکستان د استخباراتو وزیر فواد چودري په خپل ټویټر کې په ډاګه کړې: د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې غړيو ته، چې د تورخم له لارې پاکستان ته راغلي؛ ښه راغلاست وایو.
فواد چودري نور جزئیات ندي وړاندې کړي او دا لا روښانه نده، چې د لوبډلې څو غړي پاکستان ته تللي دي.
د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپلزۍ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکي، چې د ښځینه لوبډلې غړي ښو ملګرو او بېلابېلو ټولنو پر مرسته او ملاتړ یوه خوندي هېواد ته لیږدول شوي دي.
هغې زیاته کړې، چې د هرات او مزار د دوه لوباړیو د کورنیو په ګډون له ۷۹ څخه ډېر کسان لیږدول شوي دي.
د ښځو فوټبال لوبډله په وروستیو کلونو کې د افغانستان د فوټبال فډراسیون له خوا جوړه شوژ وه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت یوه چارواکي د آسټرالیا سي بي ایس شبکې ته ویلي وه، چې فکر نه کوي میرمنې د کرکټ کولو اجازه ولري؛ ځکه، چې دا “اړینه نده” او د اسلام خلاف ده.